Language

چاودنې په پکتيا کې پنځه پوليس وژلي

ګردېز (پژواک، ١٨ لړم ٩٥): امنیتي چارواکي وايي چې په پکتيا ولايت کې د يوې چاودنې له امله پنځه پوليس وژل شوي دي.

د پکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې داچاونه تېره ورځ له ماښام وروسته د احمدخېلو ولسوالۍ په احمدخېلو کلي کې شوې وه.

هغه زياته کړه چې د ولسوالۍ پوليس په ياده سيمه کې په خپل موټر کې پر ګزمې بوخت وو چې د سړک غاړې ماين چاودنه پرې وشوه.

ځدرا‌ڼ وايي چې په چاودنه کې پنځه پوليس وژل شوي او د هغوى موټر هم له منځه تللى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې په احمدخېلو ولسوالۍ کې يې د پوليسو پر  ټانک چاودنه کړې، چې له امله يې په کې سپاره ټول پوليس وژل شوي دي.

login or register a new account.