Language

کندهار (پژواک ١٩ لړم ٩٥): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر باى فور موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧ تنه وژل شوي دي.

پېښه نن ماښام د ٥:٣٠ بجو په شاوخوا کې د دې ولسوالۍ په تمبکول سيمه کې شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملکي وګړو پر باى فور موټر هغه مهال د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه چې خپل کور ته پر لاره وو.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ٣ ماشومان، ٢ مېرمنې او ٢ نارينه وژل شوي او موټر يې په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

دى وايي، ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.

د شاوليکوټ ولسوال حاجي عبدالغني پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې چاودنه کې وژل شوي ماشومان، ښځې او نارينه د يوې کورنۍ غړي وو او په يوه واده کې له ګډون وروسته خپل کور ته روان وو چې چاودنه ورباندې وشوه.

ده زياته کړه، وسله والو په دې وروستيو کې د ماينونو خښولو ته زور ورکړى، چې ډېر مهال په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

نوموړى وايي، په دې ولسوالۍ کې مېشت امنيتي ځواکونه په هغو ساحو کې چې د هغوى تر امنيتي پوښښ لاندې وي، هره ورځ له ٤ تر ٥ ماينونه کشف او له منځه وړي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

تېره ورځ د ارغستان ولسوالۍ په توپانزو سيمه کې هم د ملکي وګړو پر يوه موټر سايکل چاودنه شوې وه، چې دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي وو.

د سړک غاړې د ماينونو د پېښو ډېروالي د دې ولايت اوسېدونکي سخت اندېښمن او ناارامه کړي دي.

login or register a new account.

Related Topics