ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ګونګیانو ښوونځی له حکومته امکانات غواړي

خوست کې د ګونګیانو ښوونځی له حکومته امکانات غواړي

author avatar
26 Nov 2016 - 11:18
خوست کې د ګونګیانو ښوونځی له حکومته امکانات غواړي
author avatar
26 Nov 2016 - 11:18

خوست ښار (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٥): په خوست کې د ګونګيانو لپاره د ځانګړي ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي د پوهنې له مسوولينو غوښتنه کوي چې د زده کړو په بهير کې د شته ستونزو په هواري کې ورسره مرسته وکړي.

د ګونګيانو د دغه ښوونځي ښوونيز نصاب د نورو ښوونځيو په څېر دی، مګر په تدريس کې يې له ځانګړو اشارو، د ټولګيو پر دېوالونو له ځوړند شوو عکسونو او د لاس له حرکتونو استفاده کېږي.

د دغه ځانګړي ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکی اتلس کلن فرهادالله نه څه اوري او نه هم غږېدی شي، مګر د خپل ښوونکي د لاس د اشارو په مرسته يې د ټولګي په سپينه تخته وليکل چې ((زه د خاص ښوونځي زده کوونکی يم.))

له فرهادالله سره په ټولګي کې ۱۳ نور زده کوونکي هم شته چې د اورېدو او خبرې کولو له دغو دوو سترو نعمتونو بې برخې دي، خو ظاهراً داسې برېښي چې له دې سره سره بيا هم الله ج د ليک لوست لورينه پرې کړې ده.

دوی د تدريس پر مهال په ټولګي کې پر غوړېدلې سترنجۍ ناست او مخامخ تختې ته ولاړ ښوونکی ورته د لاس په اشارو او دغه راز د ځوړند شوو عکسونو په وسيله ليک لوست ور زده کوي.

د دغه ښوونځي يوه ښوونکي عبدالرحمن په دې هکله پژواک اژانس ته وويل: ((کله چې يو څوک څه شی وانه وري، نو ژبه نه شي زده کولی. د دوی هم ژبه نه ده زده؛ ځکه چې په غوږونو باندې يې څه نه دي اورېدلي. دوی خندېدلی شي او ځيني نور اوازونه هم کولای شي، خو يواځې د يو چا د توجه راجلبولو په خاطر دي.))

عبدالرحمن زياته کړه چې د ښوونځي له عادي تدريسي کتابونو پرته د زده کوونکو د پوهولو لپاره يې ټول تخنيکي وسايل د ښوونځي د ادارې په مرسته په کابل کې له بېلابېلو ښوونيزو ادارو څخه ترلاسه کړي دي.

د ګونګيانو د ياد ښوونځي امر قاري عبدالقدير وايي چې دغه ښوونځی په کال ۱۳۹۱ لمريز کې جوړ او اوسمهال په ټوليز ډول ۸۳ زده کوونکي لري چې سږ کال تر څلورم ټولګي پورې رسېدلي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په ډېرو کمو امکاناتو يې د ښوونځي د زده کړو بهير پرمخ وړی دی او هڅه يې دا وه، چې دغو بې غږه ماشومانو ته د بيان ژبه ورکړي او د زده کړو له ستر نعمت څخه برخمن شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.