Language

طالبانو د غورک د نيول کېدو ادعا کړې خو د کندهار چارواکي يې نه مني

کندهار (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٥): وسله والو طالبانو يوه تازه ويډيو خپره کړې او ادعا کوي چې د کندهار غورک ولسوالۍ يې نيولې ده، خو د کندهار چارواکي يې ادعا ردوي.

د کندهار ولايتي مسوولين دا ويډيو بې بنسټه ګڼي او وايي وسله والو مخالفينو غورک ولسوالۍ نه ده نيولې، بلکې امنيتي مسوولينو د دې ولسوالۍ مرکز له يوه ځايه بل ته انتقال کړى دى.

وسله والو په خپره شوې ويډيو کې ادعا کړې چې دغه ولسوالي د هغوى تر محاصرې لاندې وه چې بالاخره يې تېره مياشت (د لړم ٢٩مه) د دې ولسوالۍ د مرکز او امنيې قوماندانۍ ودانۍ ونيولې.

په ويډيو کې د شپې له پلوه د جګړې صحنې، د امنيتي پوستې ودانۍ او وسلې ښودل کېږي چې ګواکې له امنيتي ځواکونو يې نيولي دي.

وسله والو غورک ولسوالي د کندهار، اروزګان او هلمند تر منځ د نښلېدو مهمه سيمه ګڼلې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک دغه خپره شوې ويډيو بې بنسټه ګڼي او وايي په دې ويډيو کې د نورو ولايتونو کليپونه را يو ځاى شوي او هيڅ حقيقت نه لري.

نوموړي د ليندۍ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، موده مخکې ولايتي ادارې په دې اړه معلومات خپاره کړي وو چې د غورک ولسوالۍ مرکز يې د ځينو ستونزو له امله له يوه ځايه بل ته لېږدولى دى.

هغه زياته کړه، په مخکني ځاى کې د اوبو د نشتوالي ستونزه وه، په اسانۍ اکمالات نه شواى ورته کېدلاى او دغه راز د استوګنې له سيمو هم لرې و، نو ځکه پرېکړه وشوه چې مرکز له پخواني ځاى څخه شاوخوا ٦ کيلومتره لرې د همدې ولسوالۍ د ګرماوک سيمې ته ولېږدول شي.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ ولسوال، امنيه قوماندان او امنيتي ځواکون اوس هم په سيمه کې ځاى پر ځاى دي او هيڅ راز ستونزه نشته.

دى وايي، د ولسوالۍ د ساتلو لپاره نوي قوي پوستې جوړې شوې او د ګواښونو مخنيوى يې کړى دى.

د خپلواک په خبره، اوسمهال يوازې د غورک ولسوالۍ په ګاونډ نېش ولسوالۍ کې امنيتي ګواښونه شته او له تېرې شپې راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه روانه ده.

خو دى وايي چې هلته امنيتي ځواکونه رسېدلي، عمليات يې پيل کړي او وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

Related Topics