Language

د کندهار هوايي لوا ته درې A29 الوتکې ورکړل شوې

کندهار (پژواک ١١ ليندۍ ٩٥): په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو اړوند هوايي لوا ته اې ٢٩ پوځي الوتکې ورکړل شوې.

د الوتکو د سپارلو مراسم په کندهار هوايي ډګر کې جوړ شوي وو، چې د پوځي مسوولينو تر څنګ په کې د هېواد د هوايي ځواک عمومي قومندان جنرال عبدالوهاب وردګ هم ګډون کړى و.

د کندهار د هوايي لوا قومندان جنرال عبدالرازق شېرزي وويل، په اوسنيو جګړو کې د دغسې الوتکو رول ډېر مهم دى، ځکه دغه الوتکې په لايزر سيسټم سنبال دي او له ٢٥٠ تر ٥٠٠ پونډه بمونه تر ټاکلي ځاى پورې لېږدولاى شي.

هغه زياته کړه، د کندهار هوايي لوا دغسې پرمختللو الوتکو ته ډېره اړتيا لرله، چې په ترلاسه کېدو به يې په دې زون کې د ملي اردو جګړه ييز مهارتونه نور هم پياوړي او چټک شي.

د ده په خبره، د کندهار هوايي لوا ته نن د امريکا د متحده ايالاتو له خوا مرسته شوي درې اې ٢٩ الوتکې ورکړل شوې، خو له دوى سره ژمنه شوې چې په نږدې راتلونکې کې به ٦ نورې الوتکې هم ورکړل شي.

د هېواد د هوايي ځواک عمومي قومندان جنرال عبدالوهاب وردګ وويل، د نړيوالې ټولنې په مرسته د هېواد هوايي ځواک ورځ تر بلې د پياوړتيا په حال کې دى.

هغه زياته کړه، همدا اوس ٢٥٠ تنه د هوايي ځواک اړوند پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي، چې ډېر ژر به د هوايي ځواک په ليکو کې دندې پيل کړي.

ده وويل، دغه شمېر پيلوټان د اوسني معاصر سيسټم له غوښتنو سره سم روزل کېږي او له نوې ټکنالوژي سره بشپړه بلدتيا لري.

د يادونې ده چې د کندهار هوايي لوا ته له ورکړل شوو درېيو الوتکو سره، اوس د دې لوا د ټولو چورلکو او الوتکو شمېر ٢٩ ته ورسېد چې د پوځي او اکمالاتي چارو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي.

login or register a new account.

Related Topics