جلال اباد (پژواک، ۲۳ قوس ۹۵): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې اچين ولسوالۍ کې یې د هوايي بريدونو پرمهال ۱۴ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د لېندۍ په ۲۳مه پژواک ته وويل، چې د اچين ولسوالۍ په مزدکي، بازار او کنډو سيمو کې د نن په دريو جلا وختونو کې بې پيلوټه الوتکې پر داعش وسله والو بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۲ ټپیان شويدي.
دی وايي د بریدونو پر مهال د سيمي خلکو ته کوم زيان ندی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن