پېښور (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٥): د کوزې پښتونخوا سياسي مشر اسفنديارولي خان د افغانستان او پاکستان پر ښو اړيکو ټينګار کړى او ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد د باور فضا رامنځته شي.
دعوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان دغه څرګندونې د خيبر پښتونخوا په چارسده سيمه کې يوې لويې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې، داسلام اباد او کابل ښې اړيکې د سيمې د ثبات، امنيت او پرمختګ لپاره ډېرې ګټورې دي.
اسفنديارولي خان ويلي، چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته اوسېدونکي خلک له يوه بل سره دوستانه اړيکې غواړي.
د نوموړي په وينا، ددواړو هېوادونو ترمنځ د باور د فضا نشتوالى پر اړيکو بده اغېزه کړې او بايد داسې اقدامات وشي، چې د باور فضا رامنځته شي.
د کوزې پښتونخوا دغه ملتپاله مشر ويلي، چې بشري پرمختګ او سوکالي د سيمې د سولې او ثبات لپاره اړين دي.
اسفنديارولي خان وايي، افغانان سره له دې چې له څو لسيزو راهيسې په پاکستان کې مېشت دي، بيا هم پاکستان د خپلو ستونزو زېږنده بولي.
نوموړي زياته کړې، هغه عوامل بايد پيدا او په ګوته کړى شي، چې افغانان يې د پاکستان پر ضد او غوسه کړي دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن