Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د بیارغونې ځینې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

مهترلام (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٥): په لغمان ولايت کې د بيارغونې يو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي حواک د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  د ولايت د مرکز مهترلام اړوند د بر ګمين د اوبخور شبکه او دغه راز د قرغيو ولسوالۍ اړوند د بلوچ اباد او په چهارباغ کې د الو کانالونو شبکې تر جوړېدو وروسته پرانيستل شوې.

هغه زياته کړه، يادې شبکې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د انکشافي بوديجې پر مټ د لس ميليونه، اووه سوه او نوي زره افغانيو په لګښت د  څه باندې ٩زره مترو په اوږدوالي د اووه مياشتو په موده کې جوړې شوې دي.

ځواک وايي چې په دې پروژو کې لس زره دوه سوه او شپېته کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه او سلګونو کورنيو ته يې ګټې رسيږي.

د والي وياند دغه راز وويل، ۲۳۴ هکتاره هغه ځمکه چې وړاندې په عنعنوي شکل اوبه کېده؛ په نوي او عصري سيستم تر اوبخور لاندې تنظيم شوه.

د هغه په وينا، پخوا خلک د اوبه خور پر مهال له ډېرو ستونزو مخ وو، خو اوس د دې شبکو له جوړېدو سره يې دغه ستونزې هوارې او د اوبو د ضايع کېدو د مخنيوي تر څنګ په اوبه خور کې هم له ډېرو اسانتياوو برخمن شوي دي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د دې پروژو د پرانيستې پر مهال وويل، دوی په دې هڅه کې دي څو په دغه ولايت کې په بنسټيز او ستراتيژيکه توګه د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او ميکانيزه کولو او د کروندګرو د اقتصادي پياوړتيا په موخه عملي کارونه وکړي.

د نوموړي په وينا، د اوبه خور په نوي او عصري سيستم دغه جوړې شوې شبکې د کرنې د ميکانيزه کولو په برخه کې د دوی د بنسيزونو پروګرامونه لومړنۍ لړۍ ده چې په راتلونکي کې به هم دا لړۍ تعقيبېږي او د مرکز په ګډون په پنځه ګونو ولسواليو کې به يې د عملي تطبيق لپاره اقدام کوي.

د قرغيو ولسوالۍ يو اوسېدونکی عين الله وايي چې پخوا ډېرې اوبه ضايع کېدې او کرنيزو ځمکو ته يې اوبه سمې نه رسېدلې.

د هغه په وينا، اوس چې يادې شبکې جوړې شوې، نو د اوبو د ضايع کېدو مخه هم ونيول شوه او ځمکو ته به يې پر وخت سره اوبه ورسېږي.

د والي وياند  دغه راز وويل چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د شهر مرستندويه موسسې د اته ميليونه، ٤٦٦زره په مالي لګښت د مهترلام ښار په لومړۍ ناحيه کې د ۲۴۶۰ مترو په اوږدوالي د سړک غاړې د ويالو جوړولو پروژه هم تر جوړېدو وروسته پرانيستل شوه.

هغه زياته کړه، دغه پروژه چې چارې يې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې، ۵۷۶۰ کسانو ته په کې د روزمره کار زمينه برابره شوې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.