Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا ضعيف: له چا سره شخصي دښمني او سياسي مخالفت نه لرم

کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٥): د طالبانو پخوانى چارواکى او ډيپلومات ملا عبدالسلام ضعيف وايي، له چا سره شخصي دشمني او سياسي مخالفت نه لري، نو نه پوهېږي چې ولې يې پر کور بريد شوى دى.

ناپېژانده وسله والو تېره شپه د کابل د بګراميو ولسوالۍ اړوند حسين خېلو سيمې ته نږدې د احسان مېنې په ښارګوټي کې د ملا عبدالسلام ضعيف پر کور ډله ييز بريد کړى و، هغه په کور کې نه و، خو يو ساتونکى يې وژل شوى دى.

ملا عبدالسلام ضعيف د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې سفير و، خو د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته، د پاکستان حکومت هغه امريکا ته وسپاره او درې کاله په ګوانتانامو زندان کې بندي و.

هغه له ګوانتاناموتر خوشي کېدو وروسته کابل ته ستون شو او اوس همدلته مېشت دى او د ((ګوانتانامو انځور)) په نوم يې يو کتاب هم ليکلى چې خپلې خاطرې يې په کې خوندې کړې دي.

ملا عبدالسلام ضعيف د مرغومي په ٤مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې بېګا د بريد پر مهال په کور کې نه و او چېرې د دوستانو کره مېلمه و.

د نوموړي په وينا، پېښه تازه شوې او تر اوسه يې چا مسووليت هم نه دى اخيستى، امنيتي ځواکونه په ژر فرصت سره سيمې ته رسېدلي وو او څېړنې يې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه: ((زه له چا سره شخصي دښمني او سياسي مخالفت نه لرم او نه مې هم پر چا شک راځي، چا ته ګوته نه شم نيولى.))

خو ملا ضعيف وايي چې تر دې مخکې د ټيلېفون، پيغام او ليکونو له لارې ګواښل شوى، خو مرجع يې نه پېژني چې دا خلک څوک دي.

نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه وويل چې وسله وال پر موټرسايکل راغلي وو، د ده يو ساتونکى يې پر ډزو وژلى او پر بل ساتونکي يې لاسي بم غورځولى و، خو نور کوم زیان نه دی ور اوښتی خو بې هوښه شوى و.

تر دې مخکې د ملا ضعيف يوه نږدې ملګري محمد حسن حقيار پژواک ته ويلي وو چې هغه تل د ماښام سهار او ماخوستن د لمانځه لپاره جومات ته ځي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې څو وسله والو نن ورته د جومات په لاره کې ولاړ و چې ګوندې هغه به لمانځه ته راځي، یا به یې وتښتوي او يا به یې ترور کړي.

حقيار زياته کړې: ((له نېکه مرغه ملا صېب په کور کې نه و، کله چې تر ټاکلي وخت هغه جومات ته نه دی وتلی، نو وسله والو یې پر کور ډله ييز بريد کړى.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.