منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ملا ضعيف: له چا سره شخصي دښمني او سياسي مخالفت نه لرم

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٥): د طالبانو پخوانى چارواکى او ډيپلومات ملا عبدالسلام ضعيف وايي، له چا سره شخصي دشمني او سياسي مخالفت نه لري، نو نه پوهېږي چې ولې يې پر کور بريد شوى دى.

ناپېژانده وسله والو تېره شپه د کابل د بګراميو ولسوالۍ اړوند حسين خېلو سيمې ته نږدې د احسان مېنې په ښارګوټي کې د ملا عبدالسلام ضعيف پر کور ډله ييز بريد کړى و، هغه په کور کې نه و، خو يو ساتونکى يې وژل شوى دى.

ملا عبدالسلام ضعيف د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې سفير و، خو د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته، د پاکستان حکومت هغه امريکا ته وسپاره او درې کاله په ګوانتانامو زندان کې بندي و.

هغه له ګوانتاناموتر خوشي کېدو وروسته کابل ته ستون شو او اوس همدلته مېشت دى او د ((ګوانتانامو انځور)) په نوم يې يو کتاب هم ليکلى چې خپلې خاطرې يې په کې خوندې کړې دي.

ملا عبدالسلام ضعيف د مرغومي په ٤مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې بېګا د بريد پر مهال په کور کې نه و او چېرې د دوستانو کره مېلمه و.

د نوموړي په وينا، پېښه تازه شوې او تر اوسه يې چا مسووليت هم نه دى اخيستى، امنيتي ځواکونه په ژر فرصت سره سيمې ته رسېدلي وو او څېړنې يې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه: ((زه له چا سره شخصي دښمني او سياسي مخالفت نه لرم او نه مې هم پر چا شک راځي، چا ته ګوته نه شم نيولى.))

خو ملا ضعيف وايي چې تر دې مخکې د ټيلېفون، پيغام او ليکونو له لارې ګواښل شوى، خو مرجع يې نه پېژني چې دا خلک څوک دي.

نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه وويل چې وسله وال پر موټرسايکل راغلي وو، د ده يو ساتونکى يې پر ډزو وژلى او پر بل ساتونکي يې لاسي بم غورځولى و، خو نور کوم زیان نه دی ور اوښتی خو بې هوښه شوى و.

تر دې مخکې د ملا ضعيف يوه نږدې ملګري محمد حسن حقيار پژواک ته ويلي وو چې هغه تل د ماښام سهار او ماخوستن د لمانځه لپاره جومات ته ځي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې څو وسله والو نن ورته د جومات په لاره کې ولاړ و چې ګوندې هغه به لمانځه ته راځي، یا به یې وتښتوي او يا به یې ترور کړي.

حقيار زياته کړې: ((له نېکه مرغه ملا صېب په کور کې نه و، کله چې تر ټاکلي وخت هغه جومات ته نه دی وتلی، نو وسله والو یې پر کور ډله ييز بريد کړى.))

د عبدالسلام ضعيف يو بل نږدې ملګري نظرمحمد مطمین پژواک اژانس ته په يوه رالېـږلي پيغام کې ليکلي، ډېر ځله ملا عبدالسلام ضعيف ته د بېلابېلو سرچينو له خوا ويل شوي وو چې په تګ راتګ کې له احتياط څخه کار واخلي.

هغه زياته کړې، ملا ضعيف تر د لمانځه لپاره جومات ته ځي او بريد کوونکو خپلې موخې ته د رسېدو لپاره همدا وخت ټاکلی و، تر څو ملا ضعيف په ناڅاپي او يوازېتوب کې په نښه کړي.

مطمين وايي: (( د ضعيف صاحب ملګري او نږدې کسان په دې اړه څه نه وايي چې بريدګر به څه ډول خلک وي، او ولې يې بريد کړى.))

د هغه په وينا، داسې ښکاري، کوم افغان مشران چې د سولې او امن لپاره هڅې کوي، هغوی يو په بل پسې پخوا هم په نښه شوي، اوس هم په نښه کېږي او بيا به هم په نښه شي؛ تر څو جګړې په هېواد کې دوام پیدا کړي او د پرديو هېوادونو پوځي شتون او د هغوی موخو ته د رسېدو لپاره لاره هواره پاتې شي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس فريدون عبيدي د ملا عبدالسلام ضعيف پر کور بريد تاييدوي.

هغه وايي، د بريد پر مهال ملا ضعيف په کور کې نه و، خو د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

ملا عبدالسلام ضعيف په کابل کې د افغان بنسټ، افغان پوهنتون او افغان پوهنځي له بنسټ اېښودونکو شمېرل کېږي چې دغه ادارې د پخوانيو طالب مشرانو له خوا اداره کېږي.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې د کابل د پنځمې حوزې اړوند د خوشحال خان په سیمه کې د هلمند د یوه وکیل معلم میرولي پر کور برید کې ۸ تنه ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست