کلات (پژواک، ٤ مرغومى ٩٥): په زابل ولايت کې د يوې چاودنې له امله څلور پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د ولايت د مرکز کلات ښار اړوند د ايوبزيو په سيمه کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د کليو د پراختيا رياست يو لوډر موټر بند پاتې شو چې پوليسو د ياد موټر د خلاصولو په موخه نن سهار عمليات پيل کړي وو.
د سيال په وينا، د دغو عملياتو پر مهال د پوليسو پر موټر چاودنه شوې چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
خو زياتوي چې نور پوليس پر دې توانطدلي چې ياد لوډر موټر په خوندي توګه ولېږدوي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې نن سهار د کلات ښار اړوند سيمه کې چاودنه شوې چې له امله يې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP