منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۵ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زابل کې چاودنې څلور پولیس وژلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۹ کتنې

کلات (پژواک، ٤ مرغومى ٩٥): په زابل  ولايت کې د يوې چاودنې له امله څلور پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال  د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د ولايت د مرکز کلات ښار اړوند د ايوبزيو په سيمه کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د کليو د پراختيا رياست يو لوډر موټر بند پاتې شو چې پوليسو د ياد موټر د خلاصولو په موخه نن سهار عمليات پيل کړي وو.

د سيال په وينا، د دغو عملياتو پر مهال د پوليسو پر موټر چاودنه شوې چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

خو زياتوي چې نور پوليس پر دې توانطدلي چې ياد لوډر موټر په خوندي توګه ولېږدوي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې نن سهار د کلات ښار اړوند سيمه کې چاودنه شوې چې له امله يې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه