پل علم (پژواک، ٩ مرغومى ٩٥): د لوګر ولايت د پوهنتون تدريسي ودانۍ جوړه او د مرغومي په ٩مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنتون د ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې والي محمد حليم فدايي، د لوړو زده کړو وزارت وزيرې پوهنوال فريده مومند، د وزارت رييسانو او سلاکارانو، د کابل پوهنتون رييس او د ولسمشر سلاکار پوهاند حميد الله فاروقي، په ملي شورا او ولايتي شورا کې ددې ولايت استازو، قومي مشرانو او ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
د لوګر والي محمد حليم فدايي پژواک خبري اژانس ته وويل ، د پوهنتون تدريسي ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ٥٣ ميليونه او ٥٣٥ زره افغانيو لګښت جوړه شوې ده .
هغه زياته کړه چې په دې ودانۍ کې ٨ تدريسي خونې، ١٤ دډيپارټمنټونو خونې، يو د غونډو تالار، لابراتوار، د پوهنتون سکرټريټ، اداري خونې او نور ملحقات په دوو پوړونو کې جوړ شوي دي.
دغه راز فدايي وويل چې د لوګر د لوړو زده کړو موسسې له عادي بوديجې څخه ۴۹۰ پايه بازو داره څوکۍ هم ورته اخيستل شوې دي.
فدايي وايي چې د دې تدريسي ودانۍ ترڅنګ د ليليې ودانۍ هم شامله ده چې د ژمي په راتګ سره يې تخنيکي کارونه وځنډېدل .
هغه زياته کړه چې پوهنتون ددې ولايت د خلکو پخوانۍ غوښتنه وه او ددې ودانۍ پرانېستلو سره يې د خلکو خوب رښتيا شو.
د والي وياند وايي چې د ليليې ودانۍ يې په درې پوړونو کې جوړه شوې چې د ٣٦٠ محصلينو د اوسېدلو ظرفيت لري .
د لوګر پوهنتون په ۱۳۹۳ کال کې منظور شو، اوس مهال يو پوهنځی او څلور څانګې لري، چې د نهو تنو استادانو لخوا په کې ٢٨٠ محصلينو ته تدريس کېږي، چې ٤٣ تنه يې نجونې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن