کندوز(پژواک،٩ مرغومى ٩٥):د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د هندوانو اوسيکانو يو استازى د يوه وسله وال له خوا ووژل شو.
د کندوز ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې ولايت کې د هندوانو او سيکانو استازى حکيم لالا دلسوز، نن سهار شاوخوا ٩ بجې د يو وسله وال کس له لوري کندوز ښار کې خپل کور ته څېرمه ووژل شو.
هغه زياته کړه چې د نوموړي د وژنې په تړاو درې شکمن کسان نيول شوي ، پوليس هڅه کوي څو د دې پېښې اصلي عامل ونيسي.
د حکيم دلسوز ماما، پريم وويل چې خوريي ( دخورزوى) يې له چاسره تربګني نه درلوده او له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې يې کندوز ښار کې ژوند کاوه.
نوموړي زياته کړه چې څلورکاله مخکې هم د وسله والو کسانو له لوري پرې بريد شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن