پل علم (پژواک، ١١ مرغومى ٩٥): په لوګر ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا قوماندان په يوه نښته کې ټپي شوى دى.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد د مرغومي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګډو دولتي ځواکونو تېره ورځ په څرخ، خروار او بره کي برکي ولسواليو کې د (نېزه) په نامه عمليات پيل کړي دي.
هغه زياته کړه چې نن سهار په څرخ ولسوالۍ کې د يادو عملياتو په ترڅ کې په دې ولايت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال رازق د ملي اردو له درېيو نورو سرتېرو سره ټپي شوى دى.
سمونوال عابد وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د جنرال رازق روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې تر اوسه ١٥ وسله وال طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.
د څرخ ولسوالۍ د پنګام د سيمې يو تن اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې له تېرې ورځې راهسې يې په سيمه کې نښتې روانې دي او خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.
هغه زياتوي چې دواړه لوري پر يوه بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې په دې عملياتو کې د جنرال رازق په ګډون يو شمېر قوماندانان او سرتېري وژل شوي دي.
نوموړي ومنله چې په دې نښتو کې تر اوسه يو طالب وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP