Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د واده موټر کې چاودنې يو تن مړ، د ناوې او زوم په ګډون يې درې نور ټپيان کړل

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۵): د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د قمبر څلور لارې ته څېرمه په موټر کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله يو تن مړ او د ناوې او زوم په ګډون درې تنه نور ټپيان شول.

د پوليسو د ١١٩ شمېرې د څانګې مشر مل پاسوال محمد همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه  شاوخوا دوه بجى د ګازي موټر د غير معياري سيسټم له امله رامنځته شوې ده.

د ده په وينا، په دې چادونه کې موټر چلوونکی مړ شوى او يوه مېرمن، ناوې او زوم ټپيان دي.

د کابل د استقلال روغتون مشر ډاکټر محمدصابر نصير پژواک ته وويل چې ياد شوي ټپيان دې روغتون ته لېږدول شوي دي

د هغه د معلوماتو له مخې، د ناوې او ورسره مېرمنې روغتيايي حالت نازک دى، خو د زوم روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.