کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴): د برېتانیا، فرانسې، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، ایسلنډ، جاپان، ناروې، سویډن او سویس د اسرائیلو هغه پرېکړه غندلې چې وايي، په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ۳۷ نړۍوالو غیردولتي خیریه بنسټونو کاري جوازونه لغو کوي.
د راپورونو له مخې، په مرستندویه ادارو کې چې اسراییلو ویلي د جنورۍ پر لومړۍ نېټه به یې جوازونه وځنډول او فعالیتونه به یې په ۶۰ ورځو کې پای ته ورسېږي، اېکشناېډ، د ژغورنې نړیواله کمېټه، بې پولې ډاکټران او د ناروې کډوالو شورا هم شامل دي.
اسرائیلو ویلي چې دې ادارو، د نورو مواردو ترڅنګ د خپلو کارکوونکو «بشپړ» شخصي معلومات نه دي سپارلي، خو یادو نړۍوالو غیردولتي سازمانونو ویلي چې دغه کار کولی شي د دوی کارکوونکي له جدي خطر سره مخ کړي.
دا پرېکړه د ۱۰ هېوادونو له لوري غندل شوې او هغوی ویلي چې دغه مقررات به بنسټیزو او اړینو خدمتونو ته پر لاسرسي سخت منفي اغېز ولري.
د بيبيسي د راپور له مخې، د برېتانیا، فرانسې، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، ایسلنډ، جاپان، ناروې، سویډن او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې نړیوال غیر دولتي سازمانونه په غزه کې د بشري مرستو لپاره خورا مهم دي او د دوی د فعالیت د مخنیوي لپاره هر ډول هڅه “د منلو وړ نه ده”.
دوی خبرداری ورکړی، چې ”له دې (سازمانونو) پرته به په هغه کچه چې پکار ده، د بېړنیو اړتیاوو پوره کول ناشوني وي.”
شاوخوا دوې اونۍ وړاندې، د ملګرو ملتونو په ملاتړ د خوړو خوندیتوب ماهرینو وویل چې د اوربند له پیل راهیسې په غزه کې د تغذیې او خوړو خوندیتوب وضعیت ښه شوی، خو په تیره میاشت کې ۱۰۰،۰۰۰ خلک لاهم په “ناوریني شرایطو” کې دي.