ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په المار کې ١٨٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې

په المار کې ١٨٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې

author avatar
3 Jan 2017 - 16:14
په المار کې ١٨٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې
author avatar
3 Jan 2017 - 16:14

ميمنه (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): په فارياب کې امنيتي او سيمه ييز چارواکي وايي چې د المار ولسوالۍ امنيتي ځواکونه او خلک يې له کلابندۍ ژغورلي، خو له مرګ ژوبلي د مخنيوي په موخه يې تاکتيکي شا تګ کړى او اوسمهال په چغاتک سيمه کې جګړه روانه ده.

د فارياب امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال مير امان الله ظافر وويل چې په قره غويلي سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه د درېيو پوستو پرسونل د المار په نورو سيمو کې ځاى پر ځاى کړي دي.

ظافر زياته کړه چې د بهرنيو وګړو په ګډون سلګونو طالبانو د المار ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه وکړل، خو د دوى چورلکو پرې په قرغه غويلي او چغاتک سيمو کې بريدونه وکړل او دښمن ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله.

د فارياب ولايتي شورا غړي عبدالمنان قاطع چې خپله هم د المار ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وويل چې د جلګدي او قره غويلي سيمې پرون ماښام د طالبانو لاسته ورغلې او د المار بازار يو کيلومترۍ ته رسېدلي دي.

قاطع وويل چې په قره غويلي کې د ګل احمد په نامه د دولتي ځواکونو يو قوماندان ووژل شو او څلور دولتي ځواکونه ټپيان شول.

هغه زياته کړه، سره له دې چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبه اوښتې، په وژل شوو کې يو عرب او يو ازبکستاني وګړى هم شامل دى چې مړي يې غارتپه ته لېږدولي، خو سلګونه نور چې په چقاتک، سربند او جات المار کلو کې راټول شوي وو، د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې طالبانو درې ټاکنونه، څو هاوان او دهشکې د المار د لوديځ په لوړو برخو کې ځاى پر ځاى کړې او له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي.

د المار ولسوال محمد صالح صالح وويل چې د تېرو ٢٤ ساعتونو په ترڅ کې د قره غويلي سيمې شاوخوا ١٨٠٠ کورنيو خپل ټول شته پرېښې او له کورونو بې ځايه شوي دي، اوسمهال تر المار بازار لاندې په بېلابېلو کلو کې له تودو جامو، ډوډۍ او اوبو پرته په بد حالت کې ژوند کوي.

هغه زياته کړه چې ځايي اداره د بې ځايه شوو سره د مرستې لپاره هېڅ امکانات نه لري، د دولتي ارګانونو او مرستندويه موسساتو هم تر اوسه څه درک نشته، څوک به د مظلوم او بې ځايه شوي فرياد واوري، د بشري حقونو سازمانونه هم ددې حالت ننداره کوي.

هغه ګواښ وکړ چې که دولت او نړيوالې موسسې، د المار جګړې او بې ځايه شوو سره د مرستې په برخه کې څه ونه کړي، يو ستر انساني ناورين به رامنځته شي.

لسګونه ښځې او ماشومان چې د المار ولسوالۍ د مرکز په يوه ګوښه کې په سړه هوا کې له کمپلې او فرش پرته وږي تږي پراته دي، پژواک ته يې وويل چې نارينه يې د کار په موخه ايران ته تللي، دوى بې سرپرسته دي، تېره شپه له قره غويلي نه تښتېدلي، د خوړو لپاره يوه مړۍ ډوډۍ او د څښاک اوبه نه لري، شپه يې په يخه هوا کې تېره کړې ده.

مو د فارياب والي سيد انور سادات وويل چې د ولايت د بېړنۍ کمېټې نه يې يو پلاوى ګومارلى او له خوراکي توکو سره يې المار ته استولى دى.

سادات زياته کړه چې پلاوي لومړنۍ مرستې لکه لس زره وچې ډوډۍ، لسګونه کارتنه شيدې، اوبه او يوه اندازه پوښاک هم له ځان سره الماري ته وړي او په ضمن کې به د بې ځايه شوو کره شمېره تثبيت او راپور به ورکړي، څو زياتې مرستې ورسره وشي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.