کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥):د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند وايي چې نا اهلو پاکستانيو چارواکو دامريکا د خوښۍ لپاره د جهاد په نامه مسلمانان د يو بل ضد وجنګول .
دغه څرګندونې د ياد ګوند وياند زاهد خان د مرغومي په ١٥مه، په يوه خبرپاڼه کې کړي چې له اسلام اباد څخه خپره شوې ده.
هغه زياته کړې چې نړيوالو او په ځانګړې توګه د ګاوڼديو هېوادونو لخوا پر پاکستان د ترهګرۍ تورونه زيات شوي دي.
زاهدخان ويلي: (( د نا اهله او تپل شويو چارواکو له امله پاکستان په نړيوالو شخړو او جګړو کې ښکېل شو، چې له امله يې د افغانستان او پاکستان میليونونه وګړي بې کوره، مړه، ټپيان، معيوب او درپه در شول.))
د نوموړي په وينا، دپاکستان د بېلا بېلو وختونو د نا اهلو چارواکو د دغو کارونو له امله د مرګ ژوبلې او دربه درۍ ترڅنګ د افغانستان او پاکستان اقتصاد هم ورسره تباه شو.
د عوامي نېشنل ګوند وياند ويلي چې پاکستان پخوا د امريکا اېجنډا پر مخ وړل او د سيمې د نږدې هېواد روسيې پر ضد يې جګړه کې ونډه واخيسته او د جهاد په نامه يې مسلمانان او د پاکستان خاوره وکاروله.
د زاهد خان په وينا، اوس د نړيوالو رسنيو د معلوماتو له مخې، افغان طالبانو له روسيې سره نېغ په نېغه اړيکې نيولې دي.
دى وايي، پاکستان بايد نور د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي، ځکه چې په نړۍ کې هسې هم د ترهګرۍ په اړه پاکستان بدنام دى.
هغه زياته کړې چې افغانستان او پاکستان بايد د دولتونو، حکومتونو، سياسي او ټولنيزو کچو په سيمه کې د امن او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP