ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د لرو پرتو سيمو ښځې هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري

د کندهار د لرو پرتو سيمو ښځې هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري

author avatar
8 Jan 2017 - 12:09
د کندهار د لرو پرتو سيمو ښځې هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري
author avatar
8 Jan 2017 - 12:09

کندهار (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٥): د کندهار د ښځو چارو ریاست مسوولین وايي، که څه هم په کندهار ښار کې ښځې تر یوه بریده د ژوند ځينې اسانتیاوې لري خو په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې له هر راز حقونو بې برخې دي.

د ښځو چاور ريیسې مېرمن رقیې اڅکزۍ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په کندهار ښار کې تر یوه حده د ښځو ژوند عمومي وضعیت ښه دی، خو په لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، په لرو پرتو سیمو کې د ښځو پر وړاندې تر ټولو جدي ستونزې په حقوقي برخه کې دي، ځکه له ډېرو مېرمنو د زده کړې حق اخیستل شوی، په میراث کې حق نه ورکول کېږي، له کورني تاوتریخوالي کړېږي او ان دا چې په روغتیايي برخه کې هېڅ اسانتیاوې نه لري.

د دې په خبره، کندهار ښار ته له ورڅېرمه ولسوالیو پرته په نورو ولسوالیو کې هیڅ ښځینه زده کوونکې نشته چې دا د دې ټولنې لپاره د یوې غمیزې په معنا ده.

دا وايي، ان په کندهار ښار کې لا ډېرې کورنۍ داسې دي چې په نجونو تر هغه مهاله زده کړې کوي چې بالغې کېږي، خو وروسته یې له زده کړو په نیمايي کې راګرځوي.

نوموړې زياته کړه: ((په کندهار کې شاوخوا ٣٠ سلنه ښځينه زده کوونکې په زده کړو بوختې دې خو له بده مرغه هر کال له ٤ زره ډېرې ښځينه زده کوونکې د خپلو کورنيو له خوا په نيمايي کې زده کړو پرېښودو ته اړ ایستل کېږي.))

د دې په وینا، دغې ستونزې د نجونو پر زده کړو خورا بد اغېز کړى او د هغوى د لوړو زده کړو مخنيوى يې کړى دى.

اڅکزۍ زیاتوي، په ولسوالیو کې ډېرې مېرمنې له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي، کله چې هغوی ناروغې کېږي او یا یې د ماشومانو د زېږون وخت را رسېږي، داسې مهال روغتون ته رسول کېږي چې ناروغي یې اخري حد ته رسېدلې وي.

هغې یادونه وکړه چې په ډېرو ولسوالیو کې یا خو روغتیايي مرکزونه کم دي او یا هم کورنۍ نه حاضرېږي چې د ناروغي پر مهال مېرمنې پر وخت د درملنې لپاره روغتون ته ورسوي.

د دې په خبره، له همدې امله په دغسې مواردو کې ډېرې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا وايي، د دې تر څنګ ډېرې مېرمنې له کورني تاوتریخوالي کړېږي چې ۸۰ سلنه یې په ولسوالیو کې دي.

مېرمن رقيې اڅکزۍ وويل، د روان ۱۳۹۵ لمريز کال له پيل راهیسې دغه ریاست له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۹۸ پېښې ثبت کړي چې د تېر په پرتله ډېرې شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.