منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار د لرو پرتو سيمو ښځې هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

کندهار (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٥): د کندهار د ښځو چارو ریاست مسوولین وايي، که څه هم په کندهار ښار کې ښځې تر یوه بریده د ژوند ځينې اسانتیاوې لري خو په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې له هر راز حقونو بې برخې دي.

د ښځو چاور ريیسې مېرمن رقیې اڅکزۍ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په کندهار ښار کې تر یوه حده د ښځو ژوند عمومي وضعیت ښه دی، خو په لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، په لرو پرتو سیمو کې د ښځو پر وړاندې تر ټولو جدي ستونزې په حقوقي برخه کې دي، ځکه له ډېرو مېرمنو د زده کړې حق اخیستل شوی، په میراث کې حق نه ورکول کېږي، له کورني تاوتریخوالي کړېږي او ان دا چې په روغتیايي برخه کې هېڅ اسانتیاوې نه لري.

د دې په خبره، کندهار ښار ته له ورڅېرمه ولسوالیو پرته په نورو ولسوالیو کې هیڅ ښځینه زده کوونکې نشته چې دا د دې ټولنې لپاره د یوې غمیزې په معنا ده.

دا وايي، ان په کندهار ښار کې لا ډېرې کورنۍ داسې دي چې په نجونو تر هغه مهاله زده کړې کوي چې بالغې کېږي، خو وروسته یې له زده کړو په نیمايي کې راګرځوي.

نوموړې زياته کړه: ((په کندهار کې شاوخوا ٣٠ سلنه ښځينه زده کوونکې په زده کړو بوختې دې خو له بده مرغه هر کال له ٤ زره ډېرې ښځينه زده کوونکې د خپلو کورنيو له خوا په نيمايي کې زده کړو پرېښودو ته اړ ایستل کېږي.))

د دې په وینا، دغې ستونزې د نجونو پر زده کړو خورا بد اغېز کړى او د هغوى د لوړو زده کړو مخنيوى يې کړى دى.

اڅکزۍ زیاتوي، په ولسوالیو کې ډېرې مېرمنې له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي، کله چې هغوی ناروغې کېږي او یا یې د ماشومانو د زېږون وخت را رسېږي، داسې مهال روغتون ته رسول کېږي چې ناروغي یې اخري حد ته رسېدلې وي.

هغې یادونه وکړه چې په ډېرو ولسوالیو کې یا خو روغتیايي مرکزونه کم دي او یا هم کورنۍ نه حاضرېږي چې د ناروغي پر مهال مېرمنې پر وخت د درملنې لپاره روغتون ته ورسوي.

د دې په خبره، له همدې امله په دغسې مواردو کې ډېرې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا وايي، د دې تر څنګ ډېرې مېرمنې له کورني تاوتریخوالي کړېږي چې ۸۰ سلنه یې په ولسوالیو کې دي.

مېرمن رقيې اڅکزۍ وويل، د روان ۱۳۹۵ لمريز کال له پيل راهیسې دغه ریاست له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۹۸ پېښې ثبت کړي چې د تېر په پرتله ډېرې شوي دي.

هغې زیاته کړه، له ښځو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې د قتل، ميراث، له کوره تېښته، په کم عمر کې ودول، په زور زیاتي ودول او نور شامل دي.

نوموړې د دغو پېښو د ډېروالي لامل روانه جګړه، بې کاري، د پوهې ټیټه کچه، کلتوري افراط او نور ګڼي.

د ښځو چارو رييسې بل پلو د کندهار ولايت په بېلا بېلو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو ونډه هم ډېره کمه وبلله چې لامل يې امنيتي ستونزې او دوديز مسايل ګڼي.

د دې په خبره، اوسمهال یوازې د پوهنې او روغتیا په سکتور کې د نورو ادارو په پرتله د مېرمنو ونډه ډېره ده.

دې وويل، دا مهال شاوخوا ٢٠٠ مېرمنې د کندهار په دولتي ادارو او شاوخوا ٥٣٤ تنې مېرمنې نادولتي ادارو او موسساتو کې کار کوي، د دې تر څنګ په نظامي برخه کې ٧٥ ښځې د سرتېرو، ٨ تنې د افسرانو، ٣٦ تنې د ساتمنانو، ٧ تنې د څارنانو او ٦ تنې د ملي امنيت د منسوبينو په توګه کار کوي.

مېرمن اڅکزۍ دغه راز يادونه وکړه چې اوسمهال په کندهار ښار کې د نجونو ١٨ ښوونځي شته چې له ٦١ زره زياتو نجونو ته په کې د شاوخوا ٩٠٠ ښځينه ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.

خو مېرمن اڅکزۍ وايي، په دې ولايت کې لا هغسې شرايط برابر نه دي چې مېرمنې په ډاډه زړه دولتي دندې تر سره کړي.

هغې د کندهار د هوايي ډګر وروستۍ پېښه د بېلګې په توګه یاده کړه چې په دې وروستیو کې یې د ښځو پر کار ژور اغېز کړی دی.

دغه پېښه د لېندۍ میاشتې په ۲۷مه شوې وه چې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې پنځه مېرمنې او د هغوی موټر چلوونکی ووژل شول.

وژل شوو مېرمنو د کندهار هوايي ډګر په ملکي ټرمینل کې د تالاشۍ دنده پر غاړه لرله.

نوموړې وويل، له دې ور ها خوا په ډېرو دولتي ادارو کې د ښځو لپاره کاري چاپېریال لکه څنګه چې ښايي برابر نه دی، په ډېرو ادارو کې ډېری نارینه کار کوي او په دومره نارینه وو کې یوه یا دوې ښځې زړه نه ښه کوي چې کار وکړي.

کندهار مېشتې مېرمنې، ښځینه مدني فعالانې او دغه راز د بشر د حقونو خپلواک دفتر مسوولین هم په دې ولایت کې د ښځو وضعیت ښه نه ګڼي او وايي د ژوند، زده کړو، زوغتیا او کار پر وړاندې یې ستونزې شته.

په کندهار کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون مرستيال فخرالدين فایض هم وايي، له یوه کاله بل ته له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې ډېرېږي.

فایض پژواک اژانس ته وویل: ((دلته دوه خبرې دي؛ یا دا ده چې تاوتریخوالی ډېر شوی او یا دا چې د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او د پخوا په پرتله ډېر د دغو پېښو په اړه عدلي، قضايي او امنیتي ارګانونو ته مراجعه کوي.))

خو دی زیاتوي، له بده مرغه دا حقیقت باید ومنل شي چې دلته له ښځو سره تاوتریخوالی ډېر دی او لا هم ډېر کار ته اړتیا ده چې دغه حالت بدل شي.

بلخوا د کندهار ښار یوه اوسېدونکې ۳۵ کلنه مسکا وايي، په کندهار کې په سلګونو لوستې مېرمنې شته، خو ډاډمن کاري شرايط ورته نه دي برابر شوي.

هغې زياته کړه، په دې برخه کې لومړنۍ اړتيا ډاډمن امنيت دى چې له بده مرغه نشته.

دا وايي، د کندهار شرايط بېخي بېل دي، دلته آن لوستي خلک هم د مېرمنو زده کړو او کار ته په ښه سترګه نه ګوري.

د میوند ولسوالۍ یوه اوسېدونکې وفا وايي، په ولسوالیو کې ښځې د ژوند له ډېرو کمو اسانتیاوو برخمنې دي، دلته ښځه یا د کور ده یا د ګور ده.

دا زیاتوي، په ډېرو کورنیو کې ښځې ته ان د بشر په سترګه نه کتل کېږي، ښځه باید لکه نوکره شپه او ورځ د کور کارونه وکړي او کله چې ناروغه کېږي تر هغه روغتون ته نه وړل کېږي چې د مرګ تر کومي نه وي رسېدلې.

د دې تر څنګ دا بله لویه جدي ستونزه ښځینه وو ته د زده کړو حق نه ورکول ګڼي او وايي، ډېرې کورنۍ ان حاضرې نه دي چې په خپلو نارینه اولادونو زده کړې وکړي، په ښځینه اولاد د زده کړې کول خو لیرې خبره ده.

د دې په وینا، په خپله یې اولادونه (لوڼې او زامن) کندهار ښار ته د خپلو دوستانو کره لېږلي، څو هلته زده کړې وکړي، خو هغه کورنۍ چې وس نه لري او یا نر واکې دي، لوڼې یې له زده کړو بې برخې لویېږي.

د کندهار یوه مدني فعاله بیا په اقتصادي برخه کې هم مېرمنې له ستونزو سره مخ ګڼي او وايي د پخوا په پرتله د ښځو د لاسي صنايعو بازار هم سوړ شوى چې له همدې امله ګڼې هغه مېرمنې بې کاره شوي چې مخکې يې د لاسي صنايعو په برخه کې کار کاوه او په دې وسيله يې د خپلو کورنيو لپاره عايد تر لاسه کاوه.

دغه مېرمن رنګینه احمدي نومېږي چې د کندهارۍ خزانې په نوم یو شرکت یې څو کلونه وړاندې د دې ولايت د مېرمنو د لاسي صنايعو د ودې او هغوى ته د کار موندلو په موخه جوړ کړى و چې اوس د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دى.

داي وايي، د کندهاريو مېرمنو د لاسي صنايعو عمده برخه خامکي غاړې، ښځينه جامې او د کور د اړتيا وړ نور توکي دي چې د ستنې او تار په وسيله په ډېره ښکلې او ظريفه بڼه جوړېږي او ښه شهرت لري.

دې زیاته کړه، له دوى سره په کندهار ښار او ولسواليو کې ٥٠٠ مېرمنو د توکو د ګنډلو او ٢٠ تنو مېرمنو د لاسي توکو د ډيزاين او پروسس په برخه کې کارونه کول، خو په دې وروستيو کې يې له دې ډلې ٣٠٠ تنې مېرمنې ځواب کړي چې لامل يې د بازار نشتوالى دى.

د کندهار د ښځو چارو ریاست او په خپله ښځینه مدني فعالانې د ښځو د ژوند د ښه کېدا لپاره له دولت او نړیوالې ټولنې د پراخ کار او مرستو غوښتنه کوي او وايي چې د عامه پوهاي په برخه کې باید ډېر کار وشي څو په لومړي ګام کې ښځې خپل حقوق تر لاسه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې