کابل (پژواک ٢٣ مرغومى ٩٥): د هېواد مشهور جراح پروفيسور ډاکټر موسى وردګ د ورپېښې ناروغۍ له مله مړ شوى دى.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تورن جنرال محمد موسى وردګ، نن مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
ده زياته کړه، د نومړي جنازه به سبا د سردار محمد داوود خان له څلورسوه بستريز روغتون څخه واخيستل شوي او ښايي د کابل ښار په شهداء صالحينو کې خاورو ته وسپارل شي.
موسى وردګ په ١٩٤٩ کال کې د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې زېږېدلى و، له حربي پوهنتون څخه فارغ او وروسته يې په روسيه کې د معالجوي طب په برخه کې لوړې زدې کړې کړې وې. نوموړى يو مهال د سردار محمد داوود خان د روغتون مشر هم پاتې شوى دى.
له ده څخه يو شمېر ليکلي اثار هم پاتې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن