Language

په کندوز کې د سره صليب کمېټې مشر د اختطافچيانو له منګولو خوشې شو

کندوز (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٥): د کندوز امنيتي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر يې د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورلى دى.

په کندوز کې د سره صليب نړيوالې کمېټې يو کارکوونکى څه کم يوه مياشت وړاندې (د ليندۍ په ٢٩مه) د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوى و.

د کندوز امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحميد حميد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولايت کې د سره صليب د کمېټې مشر جان کارلوس د امنيتي ځواکونو د هلو ځلو په نتيجه کې، نن ماښام د دې ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د دوى لاس ته ورغى.

ده زياته کړه، نوموړى نن په چهاردرې ولسوالۍ کې له يوه ځايه بل ځاى ته لېږدول کېده، چې پوليسو وپېژنده او د اختطافچيانو له منګولو يې خلاص کړ.

خو د هغه په وينا، اختطافچيان په تېښته بريالي شوي دي.

دى وايي، نوموړى د کندوز – علي اباد د لويې لارې په اوږدو کې تښتول شوى و.

په کابل کې د سره صليب نړيوالې کمېټې وياند رامين اياز، پژواک اژانس ته د ياد کس د خوشې کېدو پخلى وکړ.

ده وويل، چې نوموړى له معاملې پرته د خلکو، امنيتي ځواکونو او د دوى د ګډو هلوځلو په نتيجه کې راخلاص شو.

login or register a new account.

Related Topics