محمودراقي (پژواک، ٢٧مرغومى ٩٥): چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې دوه ځانمرګي بريدکوونکي هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمدايوب يوسفزي د مرغومي په ٢٧مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې داپېښه پرون ماښام په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په يادې ولسوالۍ کې د کورنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال، دوو ځانمرګو بريدګرو غوښتل چې هغوى ته نږدې شي او ځانونو ته چاودنې ورکړي.
خو يوسفزى وايي، مخکې له دې چې بريدګر امنيتي ځواکونو ته ځانونه ورسوي، د يوه ځانمرګي بريدګر چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه چې له امله يې هغه ځاى پر ځاى ووژل شو او بل ملګرى يې سخت ټپي شو چې وروسته هغه هم ساه ورکړه.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې بل چاته زيان نه دى اوښتى.
د زيرک په نامه د تګاب ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې دا پېښه د احمدزيو په سيمه کې رامنځته شوې چې پخوا د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې وه.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې د ګډو دولتي ځواکونو لخوا له تېرو څو ورځو راهيسې په تګاب ولسوالۍ کې عمليات روان دي، يو شمېر سيمې يې له وسله والو مخالفينو نيولي او طالبانو ته يې د زياتې مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن