ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په کرکټ کې نمیبیا ته هم ماتې ورکړه

افغانستان په کرکټ کې نمیبیا ته هم ماتې ورکړه

author avatar
20 Jan 2017 - 11:30
افغانستان په کرکټ کې نمیبیا ته هم ماتې ورکړه
author avatar
20 Jan 2017 - 11:30

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۵): د صحرا شل اوریز جام سیالیو په درېیمه لوبه کې افغانستان نمیبیا لوبډلې ته هم د ۶۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا پرون ناوخته (د مرغومي ۳۰مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې چې افغان لوبډلې په ټاکلو شوو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه چې په کې سمیع الله شینواری ۳۵، نوروز منګل ۳۲، اصغر ستانکزي ۳۱ او شهزاد هم ۳۱ منډې جوړې کړې.

خبرپاڼه کاږي چې افغان توپ اچوونکو په پیل کې د سیالې لوبډلې توپوهونکي ژر ژر وسوځول او ویې ونه شوه کړای چی ورکړل شوی هدف پوره کړي، د ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۱۹،۲ اورونو کې ټولې ۱۰۳ منډې جوړې کړې.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې د افغان لوبډلې توپ اچوونکو راشد ارمان ۳، حمزه هوتک ۲، محمد نبي عیسی خېل، ګلبدین نایب او سمیع الله شینواري یو یو لوبغاړي وسوځول.

افغانستان په پرله پسې توګه درې ستر سیالان ایرلینډ، متحده عربي امارات او پرون هم نمیبیا لوبډله له مخې لرې کړې.

په دې لوبه کې راشد ارمان د غوره لوبغاړي په توګه اعلان شو.

د یادونې ده، ملي لوبغاړی نوروز منګل به نن د وروستي ځل لپاره په نړیوالو لوبو کې د هېواد په استازیتوب ولوبېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.