کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٥): د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ودانۍ چې ١٢٣ ميليون افغانۍ لګښت پرې راغلى، نن ګټې اخيستو ته وړاندې شوه.
دغه مرکز، د روان کال د سلواغې په دويمه نېټه؛ د سترې محکمې په چوکاټ کې رامنځته شوى دى.
د سترې محکمې د عالي شورا غړي عبدالقادر عدالتخواه په کابل نن د دغو مراسمو د پرانېستې په مراسمو کې وويل چې د ياد مرکز ودانۍ د بريتانيا هېواد د ١،٥ ميليون پونډه (١٢٣،٧٥) ميليون افغانيو په مرسته د شپږو مياشتو په ترڅ کې جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ياد مرکز په پرانېستې سره د فساد څو قضيو ته لاسرسى شوى، چې د يادې ودانۍ جوړېدل به دغه لړۍ لاپسې چټکه کړي.
نوموړي د فساد د له منځه وړلو په برخه کې د سترې محکمې فعاليتونو ته په اشارې سره وويل، چې د تېرو دوو کلونو مودې په ترڅ کې لسګونه کمېشنکار او فاسد کارکوونکي محاکمه شوي دي.
د لويې څارنوالۍ د تحقيق مرستيال نور حبيب جلال په دغو مراسمو کې وويل، د اداري فساد د درنو جرمو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز رامنځته کول چې د اداري فساد د سترو قضيو د څېړنې مسووليت پر غاړه لري، د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې د حکومت د کلک هوډ ښکارندويي کوي.
نوموړي په داسې حال کې چې د فساد پر وړاندې له کارکوونکو د سخت جديت غوښتنه وکړه، له حکومت د ياد مرکز کارکوونکو ته د لا ډېرو اسانتياو پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.
نوموړي اداري فساد يوه جدي ستونزه وبلله او پر دې سربېره يې له نړيوالې ټولنې، مدني بنسټونو او خلکو غوښتنه وکړه چې د يادې شومې پديدې په له منځه وړلو کې له دغه مرکز سره مرسته وکړي.
په کابل کې د انګلستان سفير دومينيک جيرمي (Dominic Jermy) وويل، چې د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ودانۍ داسې جوړه شوې، چې په عدلي او قضايي غونډو کې د بېلابېلو ارګانونو د لاسوهنې مخه يې ډب کړې، ځکه فزيکي جوړښت يې په سختو امنيتي تدابيرو سمبال دى.
هغه زياته کړه: "کومې مرستې چې له افغانانو سره کېږي، له بده مرغه ډېره برخه يې د مفسدينو جېبونو ته ځي او موږ هيله لرو څو افغان دولت د اداري فساد د له منځه وړلو برخه کې جدي ګامونه پورته کړي."
د يادولو ده چې دغه ودانۍ د غونډو او عدلي او قضايي ناستو لپاره دوه سالونونه لري چې د سکنر په ماشينونو او نورو امکانانو او وسايلو سمبال دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP