ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز  ودانۍ جوړه شوه

د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ودانۍ جوړه شوه

author avatar
29 Jan 2017 - 18:35
د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز  ودانۍ جوړه شوه
author avatar
29 Jan 2017 - 18:35

کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٥): د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ودانۍ  چې ١٢٣ ميليون افغانۍ لګښت پرې راغلى، نن ګټې اخيستو ته وړاندې شوه.

 دغه مرکز، د روان کال د سلواغې په دويمه نېټه؛ د سترې محکمې په چوکاټ کې رامنځته شوى دى.

 د سترې محکمې د عالي شورا غړي عبدالقادر عدالتخواه په کابل نن د دغو مراسمو د پرانېستې په مراسمو کې وويل  چې د ياد مرکز ودانۍ د بريتانيا هېواد د ١،٥ ميليون پونډه (١٢٣،٧٥) ميليون افغانيو په مرسته د شپږو مياشتو په ترڅ کې جوړه شوې ده.

 هغه زياته کړه چې د ياد مرکز په پرانېستې سره د فساد څو قضيو ته لاسرسى شوى، چې د يادې ودانۍ جوړېدل به دغه لړۍ لاپسې چټکه کړي.

 نوموړي د فساد د له منځه وړلو په برخه کې د سترې محکمې فعاليتونو ته په اشارې سره وويل، چې د تېرو دوو کلونو مودې په ترڅ کې لسګونه کمېشنکار  او فاسد کارکوونکي محاکمه شوي دي.

 د لويې څارنوالۍ د تحقيق مرستيال نور حبيب جلال په دغو مراسمو کې وويل، د اداري فساد د درنو جرمو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز رامنځته کول چې د اداري فساد د سترو قضيو د څېړنې مسووليت پر غاړه لري، د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې د حکومت د کلک هوډ ښکارندويي کوي.

 نوموړي په داسې حال کې چې د فساد پر وړاندې له  کارکوونکو د سخت جديت غوښتنه وکړه، له حکومت د ياد مرکز کارکوونکو ته د لا ډېرو اسانتياو پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.

نوموړي اداري فساد يوه جدي ستونزه وبلله او پر دې سربېره يې له نړيوالې ټولنې، مدني بنسټونو او خلکو غوښتنه وکړه چې د يادې شومې پديدې په له منځه وړلو کې له دغه مرکز سره مرسته وکړي.

 په کابل کې د انګلستان سفير دومينيک جيرمي (Dominic Jermy) وويل، چې د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ودانۍ داسې جوړه شوې، چې په عدلي او قضايي غونډو کې د بېلابېلو ارګانونو د لاسوهنې مخه يې ډب کړې، ځکه فزيکي جوړښت يې په سختو امنيتي تدابيرو سمبال دى.

هغه زياته کړه: "کومې مرستې چې له افغانانو سره کېږي، له بده مرغه ډېره برخه يې د مفسدينو جېبونو ته ځي او موږ هيله لرو څو افغان دولت د اداري فساد د له منځه وړلو برخه کې جدي ګامونه پورته کړي."

د يادولو ده  چې دغه ودانۍ د غونډو او عدلي او قضايي ناستو لپاره دوه سالونونه لري چې د سکنر په ماشينونو او نورو امکانانو او وسايلو سمبال دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.