ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: زابل کې د چاودنې له امله ٢٠ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي

چارواکي: زابل کې د چاودنې له امله ٢٠ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي

author avatar
30 Jan 2017 - 11:47
چارواکي: زابل کې د چاودنې له امله ٢٠ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي
author avatar
30 Jan 2017 - 11:47

کلات (پژواک، ١١ سلواغه ٩٥): د زابل ولايت چارواکي وايي چې د يوې چاودنې له امله تر ٢٠ ډېر کورني او بهرني وسله وال وژل شوي دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون تر غرمې وروسته د ارغنداب ولسوالۍ اړونده د باغ بازار سيمې د يوه جومات ترڅنګ په يوه کور کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دغه کور کې د وسله والو مخالفينو د روزنې مرکز  و او ماينونه يې هم په کې جوړول.

د سيال په وينا، په وسله والو مخالفينو خپل چاودېدونکي توکي چاودېدلي چې له امله يې ګڼ شمېر وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

د والي وياند د وژل شوو وسله والو مخالفينو کره شمېره په ډاګه نه کړه.

خو ددې ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه چاودنه کې تر ٢٠ ډېر وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

د زابل يادو چارواکو د وژل شوو وسله والو مخالفينو هويت په ډاګه نه کړ، خو ځايي چارواکي په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د طالبانو ترڅنګ د داعش، القاعدې او وسله والو د شتون ادعا هم کړې ده.

خو وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په زابل ولايت کې د نورو وسله والو ډلو شتون رد کړى دى.

طالبانو د يادې پېښې په اړه تر اوسه  څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.