کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۵): په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر وروستیو امنیتي حالاتو خبرې کړې دې.
په کابل کې د سفارت لخوا پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې اړیکه کې سرتاج عزیز په ډاګه کړې، چې په پاکستان کې د وروستیو خونړیو پيښو له امله ددغه هیواد ولس او حکومت سخت دریدلی دی.
سرتاج عزیز د وروستیو خونړیو بریدونو تر شاه د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې لاس و، چې د هغه په وینا، په افغانستان کې پټ شوي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
د یادونې وړ ده، چې په تیره یوه اونې کې د پاکستان په پنجاب، خیبر پښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له امله تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ژوبل شوي دي.
د سند ایالت د وروستي ځانمرګي برید چې پر یوه زیارت شوی و او شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، مسوولیت یې داعش ډلې اخیستی او د څو نورو بریدونو مسوولیت جماعت الاحرار اخیستی.
په خبرپاڼه کې راغلي، سرتاج عزیز حنیف اتمر سره په دې اړیکه کې ویلي، چې د یادې ډلې په اړه دوی څو ځله افغان حکومت ته شکایت کړی، خو افغان حکومت یې پر وړاندې هیڅ اقدامات نه دي کړي.
سرتاج عزیز زیاته کړې، همدې لپاره دوی د افغانستان حکومت ته د یادې ډلې د ۷۶ کسانو نوم ورکړی، چې د هغوی پر ضد اقدامات وکړي.
هغه ویلي، چې ترهګري ګډ ګواښ دی او باید یې پر ضد په ګډه مبارزه او همکاري وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د پاکستان پر وروستیو پيښو خواشیني څرګنده کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن