کابل (پژواک، ٣ کب ٩٥): د کوزې پښتونخوا د چارسدې ښار پر يوې محکمې د ځانمرګي بريد له امله ٢٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
درېيو تنو ځانمرګيو نن د کب په ٣مه، تر غرمې مخکې د خيبر پښتونخوا ايالت د چارسدې ښار په تنګي سيمه کې پر يوې محکمې ډله ييز بريد وکړ.
ځايي پوليسو ويلي چې يوه ځانمرګي بريدګر په دروازه کې ځانته چاودنه ورکړه او دوه نور يې دننه شول او ډزې يې پيل کړې.
سرچينو زياته کړې چې ياد بريدګر د امنيتي ځواکونو لخوا ووژل شول، خو په دې نښته کې د يوه قاضي په ګډون اووه کسان وژل شوي او تر ٢٠زيات ټپيان دي.
د پوليسو مشر اعجاز خان رسنيو ته ويلي چې دوى له مخکې معلومات ترلاسه کړي وو او په همدې موخه يې سخت امنيتي تدابير نيولي وو.
د هغه په وينا، ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د يادونې ده چې له تېرې اوونۍ راهيسې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې خونړي ځانمرګي بريدونه شوي چې له امله يې تر ١٠٠ زيات کسان وژل شوي او شاوخوا ٤٠٠ نور ژوبل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن