محمود راقي (پژواک، ٣ کب ٩٥): د کاپيسا ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا دامنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د کب په ٣مه، پژواک خبر ي اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه مهال د کوهستان ولسوالۍ د شرکت او سنجن پر سړک رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ملکي وګړو يو کرولا موټر له سړکه اوښتى او چپه شوى دى، چې له امله يې دوه تنه مړه او څلور ژوبل شوي دي.
د الهام په نامه يو تن عيني شاهد پژواک ته وويل چې په مړو کې يوه ښځه هم شامله ده او ټپيان د پنجشېر ولايت روغتون ته لېږدول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن