Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قرغيو ښوونکو کاري اعتصاب پاى ته ورساوه

د قرغيو ښوونکو کاري اعتصاب پاى ته ورساوه

author avatar
25 Feb 2017 - 18:28
د قرغيو ښوونکو کاري اعتصاب پاى ته ورساوه
author avatar
25 Feb 2017 - 18:28

مهترلام (پژواک، ٧ کب ٩٥): د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ سلګونو ښوونکو کاري اعتصاب پاى ته ورساوه.

د قرغيو ولسوالۍ سلګونو ښوونکو تېره اوونۍ وروسته له هغه پر کاري اعتصاب پيل وکړ او له تدريس څخه يې انکار وکړ چې د حکومت لخوا ورکړل شوې ځمکې ورته نه وې سپارل شوې.

د يادې و لسوالۍ د ښوونکو د شورا مشر حيات الله حجو د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مشرانو جرګې، ولايتي شورا او پوهنې وزارت پلاوو ورسره تېره اوونۍ ليدلي.

هغه زياته کړه چې دغو پلاوو ورسره ژمنه کړې چې په يوه مياشت کې به يې ستونزې هوارې او ټولو ته به د ځمکې نومرې تسليم شي.

حجو وايي چې اوس ورسره ولسي ملاتړ هم زيات شوى او که ستونزه يې هواره نه شوه، نو د ولسوالۍ ټول اوسېدونکي به ورسره په لاريونونو کې ګډون وکړي.

د لغمان دپوهنې رييس حضرت محمد مجددي هم پژواک اژانس ته تاييد کړه چې د قرغيو ولسوالۍ ښوونکو اعتصاب پاى ته رسولى او نن يې زده کوونکو ته پر زده کړې ورکولو پيل کړى دى.

د نوموړي په وينا، له مرکز څخه راغلي پلاوي له ښوونکو سره ليدلي او هغوى سره يې د ستونزو د هواروي ژمنه کړې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.