محمودراقي (پژواک، ٧ کب ٩٥): د کاپيسا امنيه قومانداني وايي چې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازيګر د ولايت د مرکز اړونده د غني خېلو په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياد کلي کې د تره زامنو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سره شخړه رامنځته شوې وه چې په پايله کې يې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د يادې سيمې يو تن اوسېدونکي خوشحال پژواک ته وويل چې د کاپيسا په مرکز کې د پنجشېر سيند بهيږي چې د خلکو ډېرى ځمکې يې وړې دي.
د نوموړي په وينا، له همدې امله تېره ورځ د سيند پر غاړه د ځمکو پر سر شخړه شوې او دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنيه قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې تېره ورځ د ولايت د مرکز د شوخي په سيمه کې يو پلار او زوی چې په خپل کرولا موټر کې روان و، د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې دواړه ټپيان شوي دي.
يوسفزى وايي چې د دواړو پېښو ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن