Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند عالمان: وسله وال  طالبان دې د سولې له پروسې سره يوځاى شي

لښکرګاه (پژواک، ۲۹کب۹۵): د هلمند ديني عالمانو او قومي مشرانو د افغان دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي او نور د هېواد د پرمختګ مخه ونه نيسي.

دغه څرګندونې، هغوى نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په يوه غونډه کې وکړې.

د هلمند د عالمانو شورا رييس مولوي خداى نظر وويل، د دې ولايت ديني عالمان د افغانستان له مشروع نظام څخه کلک ملاتړ کوي او له وسله والو مخالفينو څخه غوښتنه کوي چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

ده زياته کړه: ((مخالفین دې هم له جګړې لاس واخلي، د پرمختګ مخه دې نه  نيسي، ځکه  هیڅ ټولنه له حکومت او نظام څخه پرته نه شي بریالی کېدلی، بلکې نیمګړې او د پردیو دسیسو ښکار کېدلی شي.))

د هغه په وينا، په تېرو څو کلونو کې د همدې جګړو له امله زرګونه کسان وژل شوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري.

بل ديني عالم مولوي مهردل بيا وويل چې ديني عالمان بايد په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبولي.

دى وايي: ((ديني عالمان بايد له وېرې پرته خلکو ته د جګړې د ناروا والي فتواوې ورکړي او خلکو ته په جوماتونو کې د جګړې او بې اتفاقۍ د زيانونو په اړه معلومات ورکړي.))

هغه زياته کړه، په لارو او کوڅو کې د ماينونو ځاى پرځاى کول، نه جهاد دى او نه هم له هېواد سره مينه ده، يواځې د پرديو په پلانونو  د خپلو خلکو بربادي ده.

مهردل وويل: ((د دولت وسله وال مخالفین یاغیان دي، د پردیو لپاره کار کوي او افغانستان نه خپل  وطن  بولي او نه هم افغانان خپل خلک؛ پلانونه يې په مذهبي او کلتوري ډول د سیمې لپاره زهر دي.))

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو د ناسمو کړنو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د قومي مشرانو په استازيتوب عبدالاحد معصومي وويل چې قومي مشران دې له حکومت څخه ملاتړ  کوي او له وسله والو مخالفينو غواړي چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

هغه زياته کړه چې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد حکومت په هېواد کې د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونيسي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.