کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه، ۹۶): دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې یوشمیر ځانګړوسرتیروته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ګرشک ولسوال څارمن محمد اسماعیل پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دابرید نن ماخوستن په شاوخوا نهوبجو د کندهار پر سړک د دوراهي په سیمه کې شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې ځانمرګي بریدګر خپل موټر له یوې پوستې سره جنګولی، چې له امله یې ۴ سرتیري وژل شوی او اته نور ژوبل دی.
دی وایي،.چې کیدای مرګ ژوبله له دې ډیره شي. خو یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل،. چې په دې پيښه کې تر ۲۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP