Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

” د روغتيا سکتور برخه کې پانګونې د پام وړ لاسته راوړنه درلوده”

کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت، د ميندو د مړينې کچې د لوړوالي په اړه د يوه راپور په خپرولو سره هڅه کوي، څو د ميندو د مړينې کچې د راټيټولو لپاره يوه ستراتېژي طرحه کړي.

 د يوې سروې پر بنسټ، په افغانستان کې د ٢٠١٠ زېږديز کال په پرتله، ٢٠١٥ کال کې د ميندو د مړينې کچه درې برابره لوړه شوې ده. د يادې سروې شمېرې دا په ګوته کوي چې په ٢٠١٠ کال کې له هرو سل زر ښځو يې ٣٢٧ ښځو ژوند له لاسه ورکاوه، خو وروستۍ سروې ښيي چې دغه کچه اوس ١٢٩١ ښځو ته لوړه شوې ده.

 د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې دغه سروې د  ايي سي اف  په نوم د يوې نړيوالې موسسې په مرسته د افغانستان مرکزي احصايې ادارې له لوري ترسره او شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې اعلان شوې ده.

په همدې موخه نن په کابل کې د روغتيا ولايتي مشرانو او همکاره موسسو د استازو په ګډون ناسته ترسره شوه.

 د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز د يادې دوه ورځنۍ ناستې په لومړۍ ورځ د ميندو مړينې ته په اشارې سره وويل: "دا چې په تېرو کلونو کې هيڅ بدلون نه دى راغلى، موږ دې ته هڅوي چې نور هم جدي شو او له سره نوې ژمنه وکړو، پر دې سربېره چې په تېرو پنځو کلونو کې د روغتيا په برخه کې ډېره پانګونه شوې، خو بيا هم داسې د پام وړ لاسته راوړنې مو ترې نه درلودې."

خو هغه څرګنده کړه، کېداى شې د ميندو د مړينې کچه دومره نه وي؛ څومره چې په سروې کې ښودل شوې ده.

 فيروز زياته کړه، نا امنۍ، د نظام بې تفاوتي، د فساد موجوديت او په تېرو کلونو کې د چارواکو د ژمنتيا نه شتون ټول هغه لاملونه دي چې له امله يې د ميندو روغتيايي حالت کې کوم مثبت بدلون نه دى راغلى.

خو هغه وويل چې د ٢٠١٠ کال په پرتله د ماشومانو د مړينې په کچه کې د پام وړ بدلون راغلى دى.

  د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ٢٠١٠ کال کې د زرو ماشومانو له جملې يې ٩٧ ماشومانو تر پنځه کلنۍ پورې ژوند له لاسه ورکاوه، خو نوې سروې ښيي چې دغه اندازه اوس ٥٥ ماشومانو ته راټيټه شوې ده.

 وزير وويل، د عامې روغتيا وزارت له تېرو دوو کلونو راهيسې د مور او ماشوم د روغتيايي وضعيت د ښه والي لپاره ډېرې هلې ځلې کړې او دغه راز يې له خپلو نړيوالو ملګرو سره وړانديزونه هم شريک کړي او پرېکړه يې کړې چې تر پنځو کلونو پورې وضعيت ته په بشپړه توګه بدلون ورکړي.

 د عامې روغتيا وزير په وينا، په تېرو پنځو کلونو کې چې څومره کم کار او خرابي شوې، هيڅکله هم د بښلو وړ نه ده او بايد اعاده شي.

 نوموړي زياته کړه: "دا هغه ميراث دى چې موږ ته له پخوا راپاتې دى او موږ مکلف يو چې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچې لوړېدو څخه د مخنيوي په موخه ډېرې هلې ځلې وکړو، څو ټولو ميندو او ماشومانو ته د روغتيايي خدمتونو زمينه برابره کړو."

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.