Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه چینايي سیلاني جوړه کندهار ته راغلې

کندهار (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳): د چین هېواد یو ګرځندوی خاوند او مېرمن د افغانستان د بېلابېلو سیمو لیدو په موخه کندهار ولایت ته رسېدلي دي.

 ۴۳ کلن یایونګ او د هغه میرمن نالان هغه دوه چینايي سیلانیان دي چي د ۱۱۸ هېوادونو له لیدلو وروسته افغانستان ته راغلي او وایي، دا سفر ورته ډېر ځانګړی او خوندور و.

دوی وايي، افغانستان او چین چې دوه ګاونډي هېوادونه دي او له یو بل سره کلتوري اړیکي لري؛ نو ځکه راغلي او د افغانستان د سیمو له لیدو یې ډېر خوند اخیستی.

یایونګ له پژواک خبري اژانس  سره په خبرو وویل، د کندهار تر څنګ کابل او ځینو نورو ولایتونو ته هم تللی او د ډيرو هېوادونو په پرتله ورته د افغانستان طبیعي ښکلا او خواړه ډېر په زړه پوري وو.

ده وویل: «زما د افغانستان طبیعي ښکلا او خواړه ډېر خوښ شول، دلته خواړه تر ډېره له ځینو چینايي خوړو سره ورته والی لري او ډېر خوند لري.»

د یایونګ مېرمن نالان هم وایي، دلته یې له راتګ یې ډېر خوند اخیستی او د افغانستان بېلابېلې سیمي یې ولیدلې.

نوموړې وایي، دا مهال چې افغانستان امن دی او هر څوک په ازاده توګه ګرځېدلی شي؛ نو ځکه دوی هم پرېکړه وکړه چې له افغانستان څخه لیدنه وکړي.

کندهار ته له دې وړاندې هم د چینايي سیلانیانو تر څنګ ګڼ شمېر بهرني سیلانیان راغلي او دلته یې له تاریخي او نورو سیمو لیدنه کړې.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امریت که څه هم د سیلانیانو د شمېر په اړه معلومات نه ورکوي خو وایي، د تېرو دوو کلونو په پرتله د سیلانیانو په شمېر کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.