قلات (پژواک، ١١ ورى ٩٦): د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي او لس نور ټپيان دي.
د شهر صفا ولسوال عبدالصمد دراني د وري په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار نهه بجې د دې ولسوالۍ د غشي منار په سيمه کې د مسافر وړونکي ۳۰۴ او يوه بار وړونکي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه.
ده وويل چې ياد مسافر وړونکى موټر د ميرويس نيکه شرکت اړوند دى.
هغه وايي چې مسافر وړونکی موټر له کندهاره کابل ته او بار وړونکى له زابل څخه کندهار ته په لاره و چې ټکر یې وکړ.
عبدالصمد درانی وايي، په مړو شوو کې د مسافر وړونکي موټر چلوونکى او کلېنر هم شامل دي.
هغه وايي چې مړي او ټپيان د کلات مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کابل – کندهار پر لويه لاره تر دې مخکې هم خونړۍ ترافيکي پېښې شوي دي. د موټرچلوونکو بې احتياطي او د سړک خرابوالى د دې پېښو لاملونه بلل کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP