ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې لسګونه پولیس او رینجر موټر د زورواکو خدمت کې دي

تخار کې لسګونه پولیس او رینجر موټر د زورواکو خدمت کې دي

author avatar
11 Apr 2017 - 13:16
تخار کې لسګونه پولیس او رینجر موټر د زورواکو خدمت کې دي
author avatar
11 Apr 2017 - 13:16

تالقان (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر رينجر موټر او لسګونه پوليس له زورواکو سره دي او امنيتي چارې يې له ستونزو سره مخ کړې دي.

دغه څرګندونې د تخار امنيه قوماندان پاسوال فقيرمحمد جوزجاني د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

جوزجاني وويل، په دغه ولايت کې ٢٢ رينجر موټر او ١٥٧ پوليس له زورواکو سره دي چې بېرته ترلاسه کول يې ستونزمن کار دى.

هغه په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((دغه ډول کړنې امنيتي ستونزې ډېروي.))

قوماندان وايي که چېرې په دې شمېر پوليس او رينجر موټر يوې ولسوالۍ ته واستول شي نو د ولسوالۍ امنيت به ټينګښت ومومي.

هغه دا هم وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د ياد رينجر موټرو او پوليسو راګرځولو هڅې يې پيل کړې دي.

ده وويل: ((د موټرو راګرځولو په موخه مې پر یادو رينجرو تېل بند کړي دي، نو اوس به يا موږ ته رينجر تسليموي او يا به يې په شخصي لګښټ ګرځوي.))

هغه اندېښنه وښوده او ويې ويل: ((داسې راپورونه مې ترلاسه کړي چې په همدې موټرو کې د افغان دولت وسله وال مخالفين له يوې سيمې څخه بلې ته وړل کېږي.))

دغه راز د تخار د ولايتي شورا رييس يعقوب نظري هم ياده موضوع تاييد کړه ويې ويل: ((هر قوماندان چې په دې برخه کې اقدام کړى، له پورته پرې فشار راوړل شوى څو له دې خلکو څخه دغه رينجر او پوليس وانه خلي.))

ده وويل چې په هره امنيتي غونډه کې دوى په دې اړه يادونه کوي، خو کومه خاصه پايله نه لري.

د نظري په وينا، د دغه کار له امله په ډېرو ولسواليو کې دوی د رينجرو او پوليسو له کمښت سره مخ دي.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار مدني ټولنې غړي جمروز خان هدفمن پژواک ته وويل چې دغه رينجر موټر او پوليس د پخوانيو جهادي قوماندانانو، د وژل شوو دولتي چارواکو د کورنيو او يو شمېر نورو زورواکو په خدمت کې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.