Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښاريان د ښار اوسېدنې له فرهنګ تر کومې کچې خبر دي

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦): د افغانستان نفوس په زياتېدو او ښاري ژوند کچې په ډېرېدو سره د هېواد په بېلابېلو ښارونو په ځانګړي ډول کابل کې د ښار اوسېدنې فرهنګ نه رعايتول، له ورايه ښکاري.

ښاري ژوند د ودې سربېره هغه پايلې چې د اوسېدونکو لپاره يې لري، يو ځانګړى فرهنګ او ځينې نزاکتونه او اداب لري، چې نه رعايت يې د خلکو پر شخصي ژوند يو ډول يرغل ګڼل کېږي.

د اوبو په کانالونو او عمومي لارو کې د کثافاتو او خځلو نه اچول، له نورو کسانو سره د خبرو پر مهال او يا له لارې څخه د تېرېدو پر مهال د ادب او نزاکت مراعات، د موټر چلولو د مقرراتو رعايت، د نقليه وسايطو د راډيو او ټېپ ټيټ غږ رعايت، په لارو او کوڅو کې د خنډونو نه جوړول، له ودانۍ بهر د ودانيزو توکو نه غورځول، د کور د مخې او کار ساحې پاکوالى، يو شمېر هغه موار دي چې د ښاري ژوند د اصولو نوم ورته ورکولى شو.

که څه هم د دغو ټکو رعايت د خپل ځان او نورو ښاري او حقيقي شخصيت ته درناوى دى، خو د عيني واقعيتونو له مخې، د ښاري ژوند اصولو نه رعايت د ښارونو په ځانګړي ډول کابل کې چې په دې وروستيو کې د نفوس او موټرو د ډېرېدو له کچې سره مخامخ دى، ډېره ناوړه پايلې درلودلې، چې دا کار د يو شمېر کسانو له لوري د نورو حقوقو ته نه پاملرنه په ګوته کوي.

د کابل نفوس، د موټروو او خځلو د کچې لوړوالى

که څه هم په افغانستان کې د هېواد نفوس او د ښاري خلکو شمېر تر اوسه نه دى معلوم، خو د مرکزي احصايې ادارې د ١٣٩٥ لمريز کال د اټکل پر بنسټ، د ټول هېواد نفوس ٢٩ ميليون او ٢٠٠زره تنه دى. يادې ادارې په ١٣٩٤ لمريز کال کې د کابل نفوس څلور ميليون او ١١٠زره تنه ښودلى و.

د افغانستان د ترافيکو رياست د معلوماتو له مخې، که چېرې يو څوک کابل کې له يوه ځايه بل ځاى ته يو کيلومټر ساحې پورې تلل غواړي، بايد په ترافيکي ګڼه ګوڼه کې نيم ساعت تېر کړي، په داسې حال کې چې د نړۍ په نورو سترو ښارونو کې د ښاريانو د لېږد رالېږد پرمختللي سيسټمونه، لکه مټرو او داسې نور فعال دي، د کابل مسوولين تر اوسه له ښاري بسونو څخه په ګټې اخيستو، چې يو سنتي سيسټم دى، نه دي بريالي شوي.

د ترافيکو ادارې څرګنده کړې، يواځې کابل ښار کې چې سړکونه يې تنها د دېرش زره موټرونو لپاره طراحي شوي، اوسمهال پرې له ٥٠٠زره زيات نقليه وسايط په ځانګړي ډول شخصي موټر تګ-راتګ کوي، چې ډېرى يې استهلاک شوي وارداتي وسايط دي، چې د پلازمېنې کابل د هوا ککړتيا لامل شوي دي.

د کابل د ترافيکو ادارې عمومي مدير مل پاسوال سيد محبوب سادات، ياد حالت ته په اشارې سره وويل، د کابل ترافيکو سيستم له ستونزې سره مخامخ دى، چې اوسمهال يې د ډېرو ښاريانو او د ولايتونو اوسېدونکو د تګ راتګ له امله ګڼه ګوڼه لا زياته شوې ده.

هغه وويل: "له ترافيکي مقرراتو د خلکو نه پوهاوى او يا د هغو موټر چلوونکو د بې پروايي له امله، چې د موټر چلولو جوازونه په غيرقانوني ډول ترلاسه کوي، ترافيکي ستونزو لاپسې زياتې شوي چې له همدې امله ترافيک پوليس هم له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي."

د کابل د ترافيکو ادارې عمومي مدير وويل، د پلازمېنې د ترافيکو سيستم د تنظيم لپاره ځينې ګامونه، لکه د ترافيکو اشارې لګول او داسې نور وسايل، تر لاس لاندې نيولي چې تر اوسه د برېښنا د کمښت له امله په ښه ډول نه دي فعاله شوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.