Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې د شهادتنامو ورکولو ادارو کې فساد اوج ته رسېدلی

کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې يو شمېر خلک جعلي شهادتنامې جوړوي او د شهادتنامو د وېش په لړۍ کې خنډ د خلکو له لوري کمېشن کارانو ته د پيسو د ورکړې او فساد لامل شوى دى.

دغه راز د شهادتنامو يو شمېر اخيستونکي وايي چې د شهادتنامو په اخیستو کې د يادې ادارې د کارکوونکو له لوري د بېلابېلو پلمو وړاندې کولو له امله زړه ماتي شوي او تر دې چې د خپلو شهادتنامو له اخيستو پښېمانه دي.

پر يادو ستونزو سربېره د دوولسمو ټولګيو يو شمېر فارغين وايي، په يو شمېر ولايتونو کې له دوى څخه د شهادتنامو په بدل کې اضافي پيسې اخيستل کېږي. دغه راز دوى په شهادتنامو کې بشپړ شهرت ته د نه پاملرنې له امله له خپلو ښوونځيو هم شکايت کوي او وايي چې دغه کار د دوى د ستړيا لامل شوى دى.

جعلي شهادتنامې

د پژواک موندنې ښيي چې يو شمېر کسان جعلي شهادتنامې جوړوي چې په تړاو يې يو شمېر جعل کاران څارنوالۍ ته هم معرفي شوي دي.

د غزني ښار يو اوسېدونکى چې په راپور کې يې د خپل نوم له يادولو ډډه کوله، وويل شاوخوا درې کاله وړاندې يې په غزني کې يوه دفتر ته د دندې موندلو په موخه مراجعه وکړه، خو دا چې تر نهم ټولګي پورې يې ښوونځى لوستى، استخدام نه کړل شو.

نوموړى چې د ياد ولايت له مومن لېسې فارغ شوى؛ د جزئياتو له وړاندې کولو پرته زياته کړه: “پايله کې اړ شوم چې د غزني په يوې ولسوالۍ کې د ٣٠ زره افغانيو په بدل کې شهادتنامه ترلاسه کړم.”

د هرات ښار د اتمې ناحيې اوسېدونکى احمد رفيع شمس چې له نهم ټولګي فارغ دى، وايي چې دوه کاله وړاندې د يوه ملګري په لارښوونې يوه کمېشن کار ته ور وپېژندل شو چې ياد کمېشن کار د ٣٠ زره افغانيو په بدل کې شهادتنامه ورکوله.

شمس زياته کړه، هغه وخت يې ياده اندازه پيسې کمېشن کار ته ورکړې، خو تر اوسه پورې يې شهادتنامه نه ده ترلاسه کړې.

د هرات د پوهنې رييس عبدالرازق احمدي په ښوونيزو اسنادو کې د جعلکارۍ د تاييد ترڅنګ وويل، په ډېر احتمال سره د هرات د لرو پرتو ولسواليو په ښوونځيو کې يوه ډله کسان د اسنادو په جعل کې لاس لري، خو په اداره کې د څارنې غړو د کمښت له امله د هرات له ټولو ښوونځيو په سمه توګه څارنه نه شي کولى.

هغه د دې خبرې د څرګندولو تر څنګ چې يو شمېر لوړپوړي چارواکي هم ځينو زده کوونکو ته د غير قانوني شهادتنامو د وېش غوښتنه کوي، زياته کړه چې ياد کسان د پوهنې مقام ته درناوى نه لري او له جعل کارانو ملاتړ کوي.

خو نوموړي وويل، د ياد ولايت په مرکز کې دا ډول کومه ستونزه شتون نه لري.

ورته مهال د هرات د پوهنې رياست د شهادتنامو د نتايجو عمومي مديرې ناهيد نقشبندي وويل، تر اوسه يې د دې ډول زده کوونکو د شهادتنامو له وېشه ډډه کړې چې اسناد يې جعلي وو.

نوموړې زياته کړه: “کله هم چې کوم کسان شکمن وي او اسناد يې ستونزې ولري، له څېړنو وروسته يې د شهادتنامو د وېش مخنيوى کوو، خو دا چې له ښوونځيو جعلي اسناد را ولېږل شي، په دې صورت کې کوم کار نه شو کولى.”

هغې د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې يو شمېر دا ډول جعل کاران يې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د کابل ښار يوه اوسېدونکي څلوېښت کلن پروېز چې دوولسم ټولګی يې تر نيمايي لوستى، وايي چې د جعلي شهادتنامې د ترلاسه کولو هڅه يې کړې ده.

د هغه په وينا، يوه مياشت وړاندې يې يو څوک پيدا کړ چې د ٣٥ زره افغانيو په بدل کې يې ورته شهادتنامه جوړوله، خو ياد شخص وويل چې د ١٣٩٥ کال شهادتنامه ورته جوړولى شي؛ ځکه د پخوانيو کلونو شهادتنامې امکان نه لري.

پروېز زياته کړه، له دې امله له ياد کاره تېر شو چې عمر يې زيات دى او دا منطق هم نه مني چې هغه دې په څلوېښت کلنۍ کې له ښوونځي فارغ وي.

 دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ولايتي شورا يو شمېر نوماندانو هم جعلي اسناد جوړ کړي وو.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پخواني وياند محمد نادر محسني وويل چې د ١٣٩٣ لمريز کال د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د پوهنې وزارت د ځينو کسانو تعليمي اسناد تاييد نه کړل.

نوموړي د جعل کارانو نوماندانو هويت او شمېر په ډاګه نه کړ، خو د پژواک خبري اژانس يو راپور ښيي چې د پوهنې وزارت د يادو نوماندانو له ډلې يې د ٦٠ کسانو تعليمي اسناد نه دي تاييد کړي.

دا په دې معنا ده چې ياد اسناد ثبت شوي نه وو او په جوړولو کې يې جعل کاري شوې ده.

د پوهنې وزارت د شهادتنامو د وېش او نتايجو مشر عبدالظهور حکيم هم وويل، جعل کاران د پوهنې له وزارته بهر ځيني اسناد په ډېر مهارت سره د شخص او د پوهنې د وزير په لاسليک ورته اسناد چمتو کوي چې د جعل ثابتول يې ګران کار دى.

هغه دغه راز زياته کړه، تر اوسه پورې يې ځينې جعلي شهادتنامې پېژندلې او شکمن کسان يې د موضوع د روښانولو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي. نوموړي په دې برخه کې د جزئياتو له وړاندې کولو ډډه وکړه.

اوږد پروسيجر

د شهادتنامې د ترلاسه کولو پروسيجر کې عريضه، د فورم ترلاسه کول، د شهادتنامې د بيې تحويلي تعرفه (دوه سوه افغانۍ) د يادو اسنادو ثبت، د نتايجو برخې ته د تدقيق لپاره د اسنادو لېږد او له هغه وروسته د شهادتنامو د پايلو او د ليکلو برخه شاملېږي.

اسناد له دغو پړاوونو له تېرېدو وروسته د شهادتنامو په رياست کې بايد لاسليک او مهر شي او له هغه وروسته شهادتنامه د وزير له لوري لاسليک کېږي.

د پوهنې وزارت د نتايجو او شهادتنامو د مشر عبدالظهور حکيم په وينا، شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې په کابل کې د شهادتنامو پړاو يوه مياشت وخت نيوه، خو د نوموړي له لوري د کار په پيل سره اوسمهال دغه موده له اتو تر لسو ورځو پورې راټيټه شوې ده.

خو هغه وويل چې د ولايتونو د ښوونځيو د شهادتنامو د وېش لړۍ او په کابل کې له پړاوونو تېرېدل يې له دې ډېر وخت نيسي.

د حکيم په وينا، دا لړۍ د هغه چا لپاره ده چې په انفرادي ډول د شهادتنامې ترلاسه کول غواړي، له هغه پرته شهادتنامې اړوندو ښوونځيو ته د اسنادو له مخې لېږل کېږي.

خو د دوولسمو ټولګيو ډېرى زده کوونکي په ځانګړي ډول د ولايتونو زده کوونکي وايي چې په انفرادي ډول او د ښوونځيو له لارې د شهادتنامو ترلاسه کول ډېر وخت نيسي.

عبدالجليل سپين غر چې شاوخوا درې کاله وړاندې د کابل ښار له محراب الدين لېسې څخه فارغ شوى او اوسمهال په ننګرهار پوهنتون کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکوي، وايي چې د ښوونځيو يو شمېر فارغينو ته د شهادتنامې نه شتون په يوه عمومي ستونزه بدله شوې او په ياده لړۍ کې ډېر وخت ضايع کېدل د دې لامل شوي څو نوموړى هم تر اوسه پورې د دغه سند په ترلاسه کولو بريالى نه شي.

هغه وويل: “زه د شهادتنامې د نه شتون له امله تر اوسه له هېواده بهر له څو تحصيلي فرصتونو پاتې شوى يم. تېر کال له ننګرهار څخه کابل ته د شهادتنامې ترلاسه کولو په موخه راغلم او څو ورځې له ښوونځي څخه معارف شهر، له معارف شهر وزارت ته او له هغه ځايه د شهادتنامو د نتايجو رياست ته ستړى شوم او په پايله کې چارواکو راته وويل چې درې اوونۍ وروسته راشه، خو دا چې ومې ليدل کار مې کومه پايله نه لري؛ هغه پاڼې چې له ما سره وې، ومې شکولې او د شهادتنامې له ترلاسه کولو زړه ماتى شوم او بېرته ننګرهار ته لاړم.”

دغه راز مرضيه چې شاوخوا يو کال وړاندې د کابل له زرغونې لېسې فارغه شوې او د شهادتنامې ترلاسه کولو په موخه يې د کابل ښار د شهادتنامو او نتايجو رياست ته مراجعه کړې وه، وويل: “له تېرو دوه مياشتو راهيسې د شهادتنامې ترلاسه کولو په اړه ستړې ګرځم، د يادې ادارې له ټنبلۍ تنګه راغلې يم، درې ورځې وروسته يې بيا غوښتې يم او که چېرې دغه ځل ونه شي نو شهادتنامه ورته پرېږدم او ترې ځم.”

غلام حسن نظري چې تېر کال د کابل ښار د ديارلسمې ناحيې د عبدالرحيم شهيد له ښوونځي فارغ شوى، وايي چې له يوې مياشتې منډو ترړو وروسته هم د شهادتنامې په ترلاسه کولو نه دى بريالى شوى.

نوموړي زياته کړه: “که د ښوونځي ادارې ته منتظر پاتې شوى واى، نو تر مياشتو مياشتو پورې به د شهادتنامې په ترلاسه کولو نه وم بريالى شوى؛ ځکه د يادې ادارې کارکوونکي د ماسپښين تر دوو بجو پورې کار کوي او له هغه وروسته مراجعين نه مني.”

د پژواک خبريال د پوهنې وزارت د نتايجو او شهادتنامو رياست ته په درېيو ورځو تګ سره دا موندلي چې د متقاضيانو پر مخ د ياد رياست دروازه هره ورځ ٨:٣٠ بجې پرانيستل کېږي.

د هغه په وينا، د شهادتنامو ترلاسه کوونکي هره ورځ له يوې شعبې بلې ته ستړي وي او د ادارې کارکوونکي له ٩:٣٠ بجو وروسته خپلو څانګو ته حاضريږي او مراجعين ډلې-ډلې د هرې شعبې مخې ته دريږي.

د شهادتنامو د نتايجو او وېش رياست د عرايضو مدير محمد سليم وويل چې د دوى له ډلې يې يوازې د شهادتنامو د پيسو راټولولو برخه تر دوو بجو پورې کار کوي چې له هغه وروسته راټولې شوې پيسې بايد د افغانستان بانک ته تحويل کړي.

هغه وويل، پاتې ډېرى برخې د رسمياتو تر ختمېدو پورې (٤:٣٠) کار کوي او د متقاضيانو لپاره د فورمو د وېش لړۍ بندېدل؛ د پيسو برخې د تړل کېدو له امله تړل کېږي.

فاطمه نجفي چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې د کابل ښار د ديارلسمې ناحيې د سيدالشهدا له لېسې فارغه ده، وايي چې د ښوونځي له لارې د شهادتنامې ترلاسه کول ډېر وخت نيسي.

هغې زياته کړه چې له ښوونځي څخه له فارغېدو شپږ مياشتې وروسته يې شهادتنامه ترلاسه کړې ده.

ورته مهال د پروان ولايت يو شمېر زده کوونکي هم وايي چې د شهادتنامو د وېش لړۍ ډېر وخت نيسي او دوى يې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

د پروان ولايت مرکز چاريکارو ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي ٢٤ کلن فردين حکيمي چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې له صادقي لېسې فارغ شوى، وايي: “د شهادتنامې ترلاسه کولو لپاره مې له لسو زيات ځلې د لېسې مديريت ته مراجعه کړې، خو پر دې سربېره چې شهادتنامه مې ترلاسه نه کړه، د ښوونځي چارواکو له ناسم چلند سره مخ شوم او تر دې چې هلته د نه ورتګ ګواښ يې هم راته وکړ.”

هغه زياته کړه، غوښتل يې چې د کوم پوهنتون حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل شي، خو دا چې د دوولسم ټولګي شهادتنامه يې نه درلوده، پر دغه کار نه دى بريالى شوى.

د شهادتنامو د نتايجو او وېش مشر وويل، يادې ادارې ته هره ورځ د شهادتنامو ترلاسه کولو په موخه له زرو تر دوو زرو کسان مراجعه کوي چې د اداري شعبو او د بشري سرچينو کمښت، د دفتري تجهيزاتو او وسايلو نه شتون هم هغه عوامل دي چې له امله يې دغه لړۍ ځنډېږي.

خو نوموړي څرګنده کړه، د شهادتنامو د وېش لړۍ به ډېر ژر برېښنايي شي او د يادې طرحې پر بنسټ به د لاسليک له کولو مخنيوى وشي، د ښوونځيو مديرانو ته به ډېر واک ورکړل شي او په ترڅ کې به يې د لېسې د مدير لاسليک بسنه کوي.

واسطه، د څو ورځو کار څو دقيقو ته راکموي

يوه مېرمن چې د لور شهادتنامه يې ورکه شوې وه او دوه اوونۍ يې په موندلو پسې ستړې او سرګردانه وه، وايي: “که واسطه ونه لرې نو کارونه دې ژر نه کېږي.

هغې چې په راپور کې يې له نوم اخيستلو ډډه کوله، وويل: ((دوه ورځې مخکې هم راغلم، راته ويل يې چې نن راشم، نن يې هم سندونه ولټول، خو پيدا يې نه کړل، تر دې چې زموږ له يوه خپلوان سره چې دلته کار کوي، په دهلېز کې مخ شوم، موضوع مې ورسره شريکه کړه، اړوند څانګې ته راسره ولاړ، په پنځو دقيقو کې يې زما د لور سند خلاص او راته تسليم کړ.))

د هغې په خبره، د يادې ادارې کارکوونکي په بېلابېلو پلمو مراجعين ځوروي او سرګرداني ورته پيدا کوي، د خپلو دندو د اجرا پر مهال واسطو او وسيلو ته ترجيح ورکوي.

د پوهنې وزارت د شهادتنامو او نتايجو رييس په دې اداره کې د فساد شتون رد نه کړ او ويې ويل چې د ولايتونو د پوهنې رياستونو د ناغېړۍ له امله د شهادتنامو د وېش لپاره جوړ شوى پروسيجر په پام کې نه نيسي. هغه استعلامونه چې له بېلابېلو پتو دې ادارې ته د تصديق په موخه ور استول کېږي، د يادې پروسې د ځنډ لامل ګرځي.

اضافي پيسې اخيستل

په پروان ولايت کې د دوولسم ټولګي ځيني فارغان وايي چې د شهادتنامو د وېش په څانګو کې له غوښتونکو اضافي پيسې اخيستل کېږي.

د پروان ولايت د مرکز چاريکارو ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکى ٢٤ کلن فردين حکيمي چې په ١٣٩٠ لمريز کلا کې له صادقي لېسې فارغ شوى، وايي چې د ده په ګډون ٢٢ ټولګيوالو یې د شهادتنامو اخيستلو پر مهال اضافي پيسې ورکړې دي.

هغه وويل چې له قانون سره سم بايد دوه سوه افغانۍ ورکړل شي، خو له يادو ٢٢ کسانو ټولو ٣٥٠ افغانۍ ورکړې او د دې څانګې مسوولينو ويل چې د شهادتنامو پړاوونه وهل او کابل ته يې د تاييد لپاره وړل ډېر لګښت غواړي، په همدې سبب بايد اضافي پيسې ورکړي.

محمد شريف چې څلور کاله وړاندې د پروان ولايت د مرکز په رباط سيمه کې د ابو ذر غفاري له لېسې فارغ شوى، په دغه ولايت کې د اضافي پيسو اخيستلو پخلى کوي او وايي چې د شهادتنامې اخيستلو لپاره يې د لېسې ادارې ته ٥٠٠ افغانۍ ورکړې دي.

د پروان ولايت د صادقي لېسې مدير عصمت الله سادات وويل چې هېڅکله يې هم له فارغانو د شهادتنامې د ورکړې په بدل کې له ٣٥٠ نه زياتې پيسې نه دي اخيستې.

خو هغه زياته کړه چې تېر کال يې له ځينو زده کوونکو د شهادتنامې د وېش په بدل کې ٢٠٠ او د کانکور ازموينې د فورم په بدل کې ٣٠٠ افغانۍ اخيستې چې ټولې ٥٠٠ افغانۍ کېږي.

نور احمد چې تېر کال د کندهار په مرکز کې د کندهار ښار له مشرقي لېسې فارغ شوى، وايي چې د شهادتنامې د ترلاسه کولو لپاره يې زر افغانۍ د ښوونځي ادارې ته ورکړې دي.

نوموړي هم د شهادتنامو د وېش پروسيجر له اوږدوالي شکايت وکړ او د پوهنې وزارت له اړوند رياسته يې وغوښتل چې د شهادتنامو د وېش لپاره کوم ځانګړى ميکانيزم جوړ کړي.

د کندهار د پوهنې رياست وياند نظرمحمد صميمي وايي چې اصولا بايد د هرې شهادتنامې په بدل کې دوه سوه افغانۍ ورکړل شي، خو د شهادتنامې په بدل کې له دې نه د زياتو پيسو اخيستل د زده کوونکو او ښوونځي ادارې د موافقې له مخې د کابل- کندهار تګ راتګ لګښت ته په پام سره کېږي.

د شهادتنامو او نتايجو مشر وويل چې د شهادتنامو اخيستلو اوږد پروسيجر د دې لامل شوى چې فساد رامنځته شي؛ ځکه چې که يو څوک له ولايت نه د شهادتنامې اخيستلو لپاره راځي، کار يې شاوخوا لس ورځې وخت نيسي، په اداري ماحول کې شته مفسد کسان استفاده کوي.

هغه زياته کړه: ((زه خبر يم چې په لرو پرتو ولايتونو او سيمو کې ځيني بې وجدانه او بې انصافه کسان له خلکو په بېلابېلو پلمو چې ګني پروسه يې اوږده ده، د شهادتنامې پر سر زر افغانۍ اخلي.))

هغه څرګنده کړه، هغه اداره چې کار او مراجعين يې زيات وي، هېڅوک هم نه شي کولى انکار وکړي چې ګني سرغړونې، فساد او ناوړه ګټه اخيستنه نشته، د ځينو کارکوونکو له لوري ستونزې جوړول هم د فساد يوه برخه ده.

نوموړي په ډاګه کړه چې د فساد د له منځه وړلو لپاره يې جدي هڅې پیل کړې، له کارکوونکو يې واک اخيستى، په بېلابېلو څانګو اسناد نه شي ګرځولى، خو له دې ډېرو محدوديتونو سره سره تر هغه کچې چې بايد کنټرول شي، نه کېږي، خلک کولى شي چې د هرې څانګې شا ته په ليکل شوو شمېرو اړيکه ونيسي، د مفسدينو په رسوا کولو کې همکاري وکړي.

کمېشن کاري

د شهادتنامو يو شمېر غوښتونکي وايي چې د شهادتنامو د وېش اوږده پروسه د دې لامل شوې چې خلک له نامعمولي مجرا څخه د کمېشن د ورکړې له لارې شهادتنامې ترلاسه کړي.

د کابل ښار د دهمزنګ اوسېدونکي محمد زمان هم د شهاتنامې اخيستلو له اوږدې پروسې شکايت وکړ او ويې ويل چې د بوختياوو له امله نږدې يو کال پرې تېر شو، بالاخره اړ شو چې يوه کمېشن کار ته د شهادتنامې د ترلاسه کولو لپاره ٢٥٠٠ افغانۍ ورکړي.

هغه زياته کړه چې ياد کمېشن کار د شهادتنامو د وېش څانګې کارکوونکى و، وتوانېده چې په يوه اوونۍ کې يې ټول پړاوونه ووهي او شهادتنامه نهايي کړي.

نيلوفر نږدې پنځلس کاله وړاندې په بلخ ولايت کې د فاطمه بلخي له لېسې فارغه شوې ده، شاوخوا اووه کاله وړاندې يې د شهادتنامې جوړولو او اخيستلو کار بشپړ کړى دى.

هغط هم وويل: ((دا چې هغه مهال ډېره بوخته وم، تل مې ولايتي سفرونه لرل، کارونه مې نه شوى تعقبيولى، تر دې چې کابل کې مې د ثانوي تدريساتو رياست کې له يوه کس سره وپېژندل، هغه راته وويل چې شهادتنامه دې د ٢٥٠٠ افغانيو په بدل کې جوړوم.))

هغه زیاتوي چې هغه وخت يې سند په نږدې يوه اوونۍ کې چمتو شو؛ ځکه چې ټول تعليمي اسناد او مدارک يې موجود وو.

د پوهنې وزارت د شهادتنامو او نتايجو رييس عبدالظهور حکيم په دې برخه کې د کمېشن کارانو شتون نه ردوي، خو ويې ويل چې د رياست کارکوونکي نه دي توانېدلي چې تر اوسه پورې څوک لاس په لاس ونيسي.

حکيم زياته کړه چې د کمېشن کارۍ د مخنيوي لپاره يې ګڼ شرایط وضع کړي او د رياست هېڅ کارکوونکي ته اجازه نه ورکوي چې د اشخاصو اسناد د پړاوونو وهلو لپاره په اړوندو څانګو وګرځوي.

املايي تېروتنې

د شهادتنامو ځيني غوښتونکي د شهادتنامو او نتايجو رياست له کارکوونکو شکايت کوي او وايي چې د دوى د بشپړ شهرت د درج پر مهال نا پامي کېږي او د دوى د سرګردانۍ لامل ګرځي.

د کابل ښار اوسېدونکي محمد قسيم اسدي وويل چې نږدې درې کاله وړاندې يې د ښوونځي له لارې د شهادتنامې ترلاسه کولو اقدام وکړ، خو بريالى نه شو، دا چې د پلار نوم يې په ناسمه بڼه درج شوى و، له اخيستنې يې تېر شو.

هغه څرګنده کړه چې د پلار نوم د سمون لپاره څو ځلې د کابل محراب الدين لېسې ته ورغلى، خو د ښوونځي سرښوونکي پر ژمنې سربېره هم هېڅ کار ورته ونه کړ، له هر ځل ورتګ سره يې يوه پلمه ورته کوله.

هغه زياته کړه: ((کله چې معارف شهر ته راغلم، بېلابېلو پتو ته يې استولم، څو يوه اوږده پروسه طى کړم، د دغه سند مهم والى د دې لامل شو چې يو ځل بيا د شهادتنامې ترلاسه کولو اقدام وکړم، تر اوسه پورې هم نه يم بريالى شوى.))

د پوهنې په وزارت کې د شهادتنامو د نتايجو او توزيع رياست ته يوه راغلي کس له نوم ښودو پرته وويل چې د پلار نوم يې (محمد مومن) دى، خو د شهاتنامو د وېش په اسنادو کې يوازې مومن ثبت شوى دى.

دغې مېرمنې زياته کړه چې د نيمګړتيا د لرې کولو لپاره په کابل کې د شهادتنامو او پايلو د رياست اداري کارکوونکو دې ته وويل چې بايد تذکره اصلاح کړي، خو له دوو مياشتو راهيسې نه ده توانېدلې چې دغه کار ترسره کړي.

د يادې ادارې مشر وويل چې تر ډېره پورې د ښوونځي د سرښوونکي او ادارې ناغېړي د ورته ستونزو پيدا کېدو لامل شوی؛ ځکه چې دوى د زده کوونکو شهرت په تذکره کې د درج شوي نوم له مختاړي او وروستاړي پرته په سوانحو کې رسوي، دا ستونزه د شهادتنامو د وېش پر مهال غوښتونکي له سرګردانۍ سره مخ کوي.

نوموړي زياته کړه، هڅه او کوښښ کوي څو د غوښتونکو اسناد په کم او ممکن وخت کې چمتو کړي او و وېشي، خو کله کله غوښتونکى د کافي سواد نه لرلو له امله په فورم کې خپل شهرت ناسم رسوي او دغه کار د دې لامل کېږي چې اسناد مصادره او ناوخته ووېشل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.