مهترلام (پژواک، ١٦ غويى ٩٦) : د څه دپاسه ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د مېرمنو لپاره د فاتحې اخیستلو د تالار او تعمیر پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مېرمنو لپاره د فاتحې اخیستلو تالار په ۵۲۷ متر مربع ساحه کې جوړ شوی چې په یوه وخت کې د ۵۰۰ تنو د ځایيدو ظرفیت لري .
هغه زياته کړه، چې سر بېره پر دې په دې تالار کې یو باب د اوسېدو خونه، پخلنځی، د ساتونکو خونه او د نورو ټولو اړينو ملحقاتو درلودونکی دى .
دى وايي، ددې پروژې چارې د یوه کال په موده کې بشپړې شوي، پرې څوارلس میلیونه، دیرش زره، څلور سوه او یو څلویښت افغانۍ لګښت راغلی چې د تحکیم ثبات برنامې له لوري ورکړل شوى دی.
د والي وياند وايي، چې دغه راز نن د لغمان د ځمکوالۍ امریت د ودانۍ د درې جریبه ځمکې د احاطوي دېوال پروژه چې په ټولیزه توګه پرې نېږدې څلور میلیونه افغانۍ لګښت شوی او د اړونده عمومي ریاست له لوري يې مالي ملاتړ شوی ،هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په جوړېدو سره یې د یاد امریت موجوده ځمکه له احتمالي خطرونو څخه وژغول شوه.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغو پروژو د پرانېستلو په مراسمو کې وويل، چې د پلان له مخې د ابادۍ او پرمختګ د ټولو چارو لپاره قوي اراده لري او د دې ولایت په هره برخه کې به متوازن انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP