کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۶): د افغانستان ، پاکستان او امریکا د پوځی جنرالانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه کې دداعش پر وړاندې پر مبارزې او یو شمیر نورو امنیتي موضوعاتو خبرې شوې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه د غویي په ۲۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا درې اړخیزه غونډه نن د پاکستان دراولپنډۍ ښار د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې شوې وه.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې غونډه کې ددرې واړو هیوادونو ددوو ستورو جنرالانو برخه اخیستې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان له لوري په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون قوماندان جنرال حبیب ، د امریکا له لوري جنرال کرسټوفر او د پاکستان له لوري جنرال ساحر شمشاد مرزا برخه اخیستې وه.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې درې واړو لوریو دداعش پر ضد پر جدي اقداماتو ټینګار و کړ.
دغه راز سرچینې زیاته کړې، چې تر یادې درې اړخیزې غونډې وروسته دافغانستان او پاکستان د پوځي مشرانو ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي غونډه هم ترسره شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې ددواړو هیوادونو ترمنځ په امنیتي کچه داړیکو پر زیاتولو پریکړه وشوه .
login or register a new account.