ژبه

د پاکستان په سوداګريز بندر ګوادر کې ١٠ کاريګر وژل شوي

توسط جاويد هميم کاکړ

مې 13, 2017 - 2:32 pm

Views: 52

کابل (پژواک، ٢٣ غويى ٩٦): وسله والو کسانو د پاکستان د بلوچستان ايالت اړوند په نوي جوړېدونکي سوداګريز بندر ګوادر ښار کې لس کاريګر وژلي دي.

پاکستاني رسنيو د بلوچستان ايالت د ځايي چارواکو په حواله د غويي په ٢٣مه خبر ورکړى چې دا پېښه نن له غرمې مخکې رامنځته شوې ده.

د بشير بنګلزي په نوم يوه ځايي دولتي چارواکي ويلي چې دا پېښه د ګوادر په پشکان او ګنت سيمو کې رامنځته شوې ده.

د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي چې وژل شوي کاريګر د سند ايالت  د نو شهرو فيروز سيمې اوسېدونکي وو.

سرچينې زياته کړې چې دغه کاريګر په سيمه کې د يوه سړک جوړولو په کار بوخت وو چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړې د ي.

ګوادر بندر د چين په مرسته جوړېږي او له دغه ځاى څخه تر چينه پورې يوه لويه سوداګريزه  لاره او دهلېز هم جوړېږي.

د يادونې ده، پرون هم په بلوچستان ايالت کې د پاکستان د مشرانو جرګې د مرستيال عبدالغفور حيدري پر موټريز کاروان چاودنه شوې وه چې له امله يې ٢٦ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان وو. 

login or register a new account.