ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارنسکي: پر ډيورنډ کرښې بايد له سره کتنه وشي او د افغانستان تاريخي حق دې ورکړل شي

چارنسکي: پر ډيورنډ کرښې بايد له سره کتنه وشي او د افغانستان تاريخي حق دې ورکړل شي

author avatar
15 May 2017 - 19:32
چارنسکي: پر ډيورنډ کرښې بايد له سره کتنه وشي او د افغانستان تاريخي حق دې ورکړل شي
author avatar
15 May 2017 - 19:32

کابل(پژواک،٢٥غويى٩٦): د اروپا د پارلمان مرستيال وايي چې پر ډيورنډ کرښې بايد له سره کتنه وشي او د افغانستان تاريخي حق بايد ورکړل شي.

دغه څرګندونې د اروپايي پارلمان مرستيال ريچارد چارنسکي (Ryszard Czarnecki) کړي دي.

 هغه وويل چې لوېدیځوال بايد پر ډیورنډ کرښې له سره کتنه وکړي او د افغانستان تاریخي حق پر ځای کړي.

هغه زياته کړه چې د تروریزم د پای ته رسولو لپاره هغه وخت راغلی چې د ډیورنډ کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پر اساس له سره وکښل شي.

د اروپايي اتحادیې د پارلمان مرستیال زیاته کړې، د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه د نړیوال تروریزم پر مرکز بدله شوې، لازمه ده چې اروپا او امریکا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپله پالیسي بدله کړي.

چارنسکي زیاته کړې: (( پاکستان د دې لپاره چې پر ډیورنډ کرښه برلاسی وي، په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي.))

چارنسکي همداراز ویلي، په کار ده چې لوېدیځ هېوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل کړي او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پر اساس پخوانۍ پوله احیا کړي.

د هغه په وينا،  بلوڅ او پښتانه چې په زور جلا کړای شوي، بېرته له اصلي سیمې سره یو ځای او د افغانستان تر حاکمیت لاندې راوستل شي.

هغه ویلي: ((بلوچستان او د پاکستان پښتنې سیمې چې په زوره له برېتانوي هند سره یو ځای کړای شوې، باید بېرته خپل اصلي هېواد افغانستان ته وګرځول شي.))

د اروپايي پارلمان مرستیال یادونه کړې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمه د لوېدیځوالو لپاره د خطر زنګ و چې باید په سیمه کې خپله پالیسي بدله کړي؛ خو لوېدیځو هېوادونو د دې پر ځای چې د خطر دغه زنګ واوري، سیمې ته یې پوځیان ولېږل او اجازه یې ورکړه چې ستونزه لا ژوره شي.

ده ویلي، له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې ډېر سرتېري وژل شوي او دا مرګ ژوبلې به دوام وکړي؛ نو اوس هغه وخت راغلی چې د ډیورنډ کرښې په برخه کې خپله تاریخي غلطي اصلاح کړو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.