منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۳ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارنسکي: پر ډيورنډ کرښې بايد له سره کتنه وشي او د افغانستان تاريخي حق دې ورکړل شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۹۹ کتنې

کابل(پژواک،٢٥غويى٩٦): د اروپا د پارلمان مرستيال وايي چې پر ډيورنډ کرښې بايد له سره کتنه وشي او د افغانستان تاريخي حق بايد ورکړل شي.

دغه څرګندونې د اروپايي پارلمان مرستيال ريچارد چارنسکي (Ryszard Czarnecki) کړي دي.

 هغه وويل چې لوېدیځوال بايد پر ډیورنډ کرښې له سره کتنه وکړي او د افغانستان تاریخي حق پر ځای کړي.

هغه زياته کړه چې د تروریزم د پای ته رسولو لپاره هغه وخت راغلی چې د ډیورنډ کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پر اساس له سره وکښل شي.

د اروپايي اتحادیې د پارلمان مرستیال زیاته کړې، د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه د نړیوال تروریزم پر مرکز بدله شوې، لازمه ده چې اروپا او امریکا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپله پالیسي بدله کړي.

چارنسکي زیاته کړې: (( پاکستان د دې لپاره چې پر ډیورنډ کرښه برلاسی وي، په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي.))

چارنسکي همداراز ویلي، په کار ده چې لوېدیځ هېوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل کړي او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پر اساس پخوانۍ پوله احیا کړي.

د هغه په وينا،  بلوڅ او پښتانه چې په زور جلا کړای شوي، بېرته له اصلي سیمې سره یو ځای او د افغانستان تر حاکمیت لاندې راوستل شي.

هغه ویلي: ((بلوچستان او د پاکستان پښتنې سیمې چې په زوره له برېتانوي هند سره یو ځای کړای شوې، باید بېرته خپل اصلي هېواد افغانستان ته وګرځول شي.))

د اروپايي پارلمان مرستیال یادونه کړې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمه د لوېدیځوالو لپاره د خطر زنګ و چې باید په سیمه کې خپله پالیسي بدله کړي؛ خو لوېدیځو هېوادونو د دې پر ځای چې د خطر دغه زنګ واوري، سیمې ته یې پوځیان ولېږل او اجازه یې ورکړه چې ستونزه لا ژوره شي.

ده ویلي، له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې ډېر سرتېري وژل شوي او دا مرګ ژوبلې به دوام وکړي؛ نو اوس هغه وخت راغلی چې د ډیورنډ کرښې په برخه کې خپله تاریخي غلطي اصلاح کړو.

د اروپايي پارلمان مرستیال باور لري چې په افغانستان کې د ميلیاردونو یورو د مصرفولو او د جګړې لپاره د هلو ځلو پر ځای باید د ډیورنډ کرښې پر بیا کتنې تمرکز  وشي.

چارنسکي په دې خبره د ټینګار تر څنګ چې افغانستان تل د ډیورنډ کرښه په هند کې د برېتانوي استعمارګرو له لوري پر افغانستان یوه تپلې کرښه بللې، ویلي يې دي چې ډیورنډ د برېتانوي هند له لوري د دې لپاره یوه هڅه وه چې ځان ته ستراتیژیک عمق تضمین کړي.

ده ویلي: (( دا مصنوعي پوله په ۱۸۹۳ کال برېتانوي استعمار وکښله چې په نتیجه کې یې د افغانستان د خاورې لویې برخې چې اوس بلوچستان او د پښتنو سیمې بلل کېږي، برېتانوي هند ته ورکړې.))

د اروپايي پارلمان مرستیال له ډیورنډ کرښې سره د خان عبدالغفار خان مخالفت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې نوموړي نه یوازې د برېتانوي استعمار پر مهال له دې کرښې سره مخالفت کاوه، بلکې د پاکستان د جوړېدو مخالف هم و.

د اروپايي پارلمان مرستیال وايي، پاکستان د ډیورنډ کرښې په خاطر تل په کابل کې له غښتلي حکومت سره مخالفت کړی دی.

ده دا هم ویلي چې په پاکستان کې په قصدي ډول د پښتنو او بلوڅو سیمې وروسته پاتې پرېښودل شوې، د هغوی قبیلې یې له یو بل سره ښکېلې کړې او د سختدریځۍ او افراطیت د ودې زمینه یې په کې برابره کړې ده، څو اسلام اباد په سیمه کې خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته ورسېږي.

ریچارد چارنسکي وايي، د طالبانو په شمول د افغانستان ټولو حکومتونو د ډیورنډ کرښې له منلو انکار کړی دی.

د اروپايي پارلمان مرستیال په اسلام اباد کې د طالبانو د پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له قوله وايي چې پاکستان له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې درې ځلې هڅه وکړه چې پر طالبانو ډیورنډ ومني خو طالبانو ونه منله.

ریچارد چارنسکي پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له لوري د اغزن سیم او دېوال جوړول او د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د پاکستاني پوځیانو له لوري ډزې د ډیورنډ کرښې د منلو لپاره د پاکستان د هلو ځلو دوام بولي.

د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د انګليسانو له خوا د وخت د برېتانوي هند او افغانستان تر منځ د پولې په توګه رامنځته شوه، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.

په ١٩٤٧ ميلادي کال کې، چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست