Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عبدالله: د هرات صنعتي توليدات، د سيمې هېوادونو له توليداتو سره سيال دي

عبدالله: د هرات صنعتي توليدات، د سيمې هېوادونو له توليداتو سره سيال دي

author avatar
16 May 2017 - 20:12
عبدالله: د هرات صنعتي توليدات، د سيمې هېوادونو له توليداتو سره سيال دي
author avatar
16 May 2017 - 20:12

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٦): د حکومت اجراييه رييس، هرات ولايت ته د سفر، د اقتصادي ناستې د پرانېستې او د دغه ولايت د کورنيو شرکتونو د توليداتو د نندارتون پر مهال ويلي، د هرات توليداتو د سيمې په کچه له نورو توليداتو سره د سيالۍ وړتيا پيدا کړې ده.

عبدالله عبدالله نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، چې د دولت وزيران او په ملي شورا کې د هرات استازي په کې شامل وو، ياد ولايت ته سفر کړى دى.

د حکومت د اجراييه رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، اقتصادي غونډه او د هرات د کارخانو د توليداتو نندارتون نن په رسمي ډول د اجراييه مشر په موجوديت کې پرانېستل شو.

د هرات والي محمد اصف رحيمي، په دغه ولايت کې د پانګونې د زياتېدو او کورنيو توليداتو د ودې په ډګر کې د راپور په وړاندې کولو سره وويل، هرات اوسمهال د پانګونې پر ټولنې او د هېواد د اقتصاد پر قطب بدل شوى دى.

هغه څرګنده کړه، په تېرو دوه کلونو کې په ياد ولايت کې، ٢٠ نوې کارخانې جوړې شوې او دغه راز ٦٠ نورې کارخانې هم پراخه شوې دي. د هرات ډېرى توليدي کارخانې د ياد ولايت په صنعتي ښارګوټي چې د ياد ولايت له هوايي ډګر سره په نږدې د ګذرې ولسوالۍ کې دي؛ جوړې شوې دي.

د هرات صنعتي ښارګوټى، د هېواد په کچه تر ټولو ستر صنعتي ښارګوټى دى، چې توليدات يې د هېواد په لوېديځ کې له پلور سربېره د پلازمېنې کابل په ګډون ډېرو ولايتونو کې ترلاسه کېږي.

تړل شوي خوراکي توکي، د شامپو او صابون په ګډون وينځونکي توکي، سيم او کېبل، د پليکا او پلي اتيلين پيپونه، د اشپزخانې لوښي او پلاستيکي توکي، غيرالکولي څښاک او د مېوې اوبه؛ د ياد ښارګوټي له عمده توليداتو ګڼل کېږي.

تېر کال د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې ويلي و،  په ياد ښارګوټي کې د ٤٠٠ کارخانونو له جملې يې شاوخوا نيمايي برخه د ناامنۍ په ځانګړي ډول د انسان تښتونې او له پانګوالو د ملاتړ په برخه کې د دولت د کمزورۍ له امله تړل شوې دي.

نن کله چې والي په دغه ولايت ځانګړي ډول صنعتي ښارګوټي کې د پانګونې وضعيت د ښه والي په اړه خبرې کولې؛ د ياد ولايت د صنعتکارانو ټولنې مشر حميدالله خدام وويل، چې ناامنۍ لا هم د پانګه والو په وړاندې يوه ستره ننګونه ده.

خادم له حکومت غوښتنه وکړه، چې د صنعتکارانو او پانګه والو ستونزو ته ژر تر ژره لاسرسى وکړي، څو توليدي فعاليتونه د پخوا په پرتله لاپسې ښه شي.

عبدالله هرات ولايت کې له توليدي او صنعتي فعاليتونو د خوښۍ ترڅنګ وويل، د ياد ولايت د صنعتي ښارګوټي کار د کار موندنې، د هېواد اقتصادي ودې، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د تعادل او توازن ساتلو او د هرات له ظرفيتونو څخه د ګټې اخيستو په برخه کې اغېزناک ثابتيږي.

نوموړي د دغه ښارګوټي د جوړولو په اړه د هرات له پخواني والي اسماعيل خان او صنعتکارانو مننه وکړه او ويې ويل، د هرات صنايع اوس د سيمې هېوادونو له صنايعو سره سيالي کولى شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.