کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٦): د ناټو سازمان نظامي کمېسيون وايي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د نړيوالو سرتېرو د کمښت ستونزه هواره شي.
دغه څرګندونې د ناټو د نظامي کمېسيون مشر جنرال پيټر پاول د دغه سازمان د نظامي کمېسيون تر غونډې وروسته له يو شمېر نورو پوځي مشرانو سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې يې د ناټو سازمان اړوند پر پوځي مسايلو، له داعش او نورو ترهګرو سره پر مبارزې، د سوريې، عراق، اوکراين، له روسيې سره د ناټو پر اړيکو او يو شمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې وشوې.
نوموړي د افغانستان په اړه وويل چې د دغه هېواد ځواکونو له امنيتي ننګونو سره مخ او د وسله والو تر سختو بريدونو لاندې دي.
خو جنرال پاور زياته کړې چې افغان ځواکونه اوس هم له خپلو خلکو او خاورې په ښه توګه دفاع کوي.
د ناټو د نظامي کمېسيون مشر ويلي چې با ثبات افغانستان په سيمه کې د هر چا په ګټه دى. د هغه په وينا، ناټو به د دغه کار لپاره د ټولو اقداماتو ملاتړ کوي.
افغانستان د امريکا او ناټو نورو سرتېرو لېږلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د اروپا لپاره د ناټو د نظامي کمېسيون قوماندان جنرال کورټيس سکاپاروټي وويل چې تر اوسه امريکا په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
هغه زياته کړه، د نظامي کمېسيون په غونډه کې په دې اړه بحث وشو، خو په امريکا پورې اړوند پرېکړه ده.
د نوموړي په وينا، دوى په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د لوى قوماندان جنرال نيکولسن پر غوښتنو او وړانديزونو باندې غور وکړو.
د ناټو د نظامي کمېسيون مشر جنرال پيټر پاول د يادې پوښتنې په ځواب کې وويل چې سازمان يې له ډېرو کلونو راهيسې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې برخه وال دى.
هغه زياته کړه چې ناټو د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې په يو بل ډول برخه اخلي.
جنرال پيټر پاول ويلي چې له دې روزنې سره افغان ځواکونه وړتيا پیدا کوي چې په خپله د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.
login or register a new account.