تالقان (پژواک، ٣٠ غويی ٩٦): په تخار کې يو شمېر ښځينه پوليس له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي خو هيله مندي ښيي چې د وخت په تېرېدو سره به هر څه سم شي.
او مهال په هېواد کې د پوليسو تر څنګ د ملي اردو او ملي امنيت په ليکو کې د نارينه و تر څنګ ښځې هم دندې ترسره کوي.
تخار هم د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې دى چې د پوليسو په ليکو کې يې نږدې پنځوس ښځې هم دنده ترسره کوي.
د دغو پوليسو له ډلې يوه هم ګل نسا ده چې څه باندې لس کاله وړاندې يې د پوليسو په ليکو کې دنده پيل کړې ده.
ګل نسا د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته چې ښځو ته د خدمت لپاره يې په امنيتې برخه کې دنده پيل کړې ده.
هغې وويل: "په تخار ولایت کې زموږه خویندې ډېرې ستونزې لري؛ که زه پولیسه نه وای نو ما نه شو کولای چې لاسنیوی یې وکړم. قوماندانۍ ته چې زموږ خویندې راځي زه ورسره مرسته کوم او تلاشي کوم يې هم."
د ګل نسا په وينا، له کومې ورځې چې پوليسه شوې، له خپلې کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې ډېره مرسته کوي او د کورنۍ ستونزې اوس په دې برخه کې حل دي.
خو هغې وويل چې د يو شمير امنيتي ګواښونو سره ښځينه پوليسې له ټولنيزو ستونزو سره هم مخ دي.
هغې د بېلګې په توګه وويل: "کله چې ما په پوليسو کې وظيفه واخيسته، نو د جومات ملا را سره مخالف و، په جومات کې یې خلک را وپارول، نږدې يې وژلې وم، خو امنیه قوماندان او نورو همکارانو مې را څخه دفاع وکړه او ما هم مبارزه وکړه او بيا ستونزه حل شوه."
دغه راز په تخار کې يوه بله پوليسه دويمې ساتمنې واحدې پژواک ته وويل چې له اووه کلونو راهيسې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوي.
د هغې د معلوماتو له مخې، شپږ کاله يې په امنيې قوماندانۍ دنده ترسره کړې ده خو اوس په ځانکړې قطعه کې دنده لري.
واحده، سره له دې چې د دغه ولایت په یوې ولسوالۍ کې دنده لري، خو د ټولنیزو ناخوالو له امله هلته دنده نه شي ترسره کولاى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن