منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تخار کې ښځینه پولیسې له ستونزو سره مخ دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۰ کتنې

تالقان (پژواک، ٣٠ غويی ٩٦): په تخار کې يو شمېر ښځينه پوليس له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي خو هيله مندي ښيي چې د وخت په تېرېدو سره به هر څه سم شي.

او مهال په هېواد کې د پوليسو تر څنګ د ملي اردو او ملي امنيت په ليکو کې د نارينه و تر څنګ ښځې هم دندې ترسره کوي.

تخار هم د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې دى چې د پوليسو په ليکو کې يې نږدې پنځوس ښځې هم دنده ترسره کوي.

د دغو پوليسو له ډلې يوه هم ګل نسا ده چې څه باندې لس کاله وړاندې يې د پوليسو په ليکو کې دنده پيل کړې ده.

ګل نسا د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته چې ښځو ته د خدمت لپاره يې په امنيتې برخه کې دنده پيل کړې ده.

هغې وويل: "په تخار ولایت کې زموږه خویندې ډېرې ستونزې لري؛ که زه پولیسه نه وای نو ما نه شو کولای چې لاسنیوی یې وکړم. قوماندانۍ ته چې زموږ خویندې راځي زه ورسره مرسته کوم او تلاشي کوم يې هم."

د ګل نسا په وينا، له کومې ورځې چې پوليسه شوې، له خپلې کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې ډېره مرسته کوي او د کورنۍ ستونزې اوس په دې برخه کې حل دي.

خو هغې وويل چې د يو شمير امنيتي ګواښونو سره ښځينه پوليسې له ټولنيزو ستونزو سره هم مخ دي.

هغې د بېلګې په توګه وويل: "کله چې ما په پوليسو کې وظيفه واخيسته، نو د جومات ملا را سره مخالف و، په جومات کې یې خلک را وپارول، نږدې يې وژلې وم، خو امنیه قوماندان او نورو همکارانو مې را څخه دفاع وکړه او ما هم مبارزه وکړه او بيا ستونزه حل شوه."

دغه راز په تخار کې يوه بله پوليسه دويمې ساتمنې واحدې پژواک ته وويل چې له اووه کلونو راهيسې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوي.

د هغې د معلوماتو له مخې، شپږ کاله يې په امنيې قوماندانۍ دنده ترسره کړې ده خو  اوس په ځانکړې قطعه کې دنده لري.

واحده، سره له دې چې د دغه  ولایت په یوې ولسوالۍ کې دنده لري، خو د ټولنیزو ناخوالو له امله هلته دنده نه شي ترسره کولاى.

هغې وویل: "زه یوې ولسوالۍ کې منظوري لرم, خو نه شم کولای هلته دنده ترسره کړم. هلته مو کور دی. خپلوان مو دي خو هلته ګواښونه ډېر دي نو ځکه دلته په مرکز کې کار کوم. "

د هغې په وينا، په کورنۍ کې لس کسان دي خو خاوند يې وزګار دى او د کورنۍ ټول لګښت د ده په غاړه دى.

واحده وایي، سره له دې چې په تالقانو کې هم له یو شمېر ستونزو سره مخ دي خو په خبره یې چې د وخت په تېرېدو او له مبارزې سره هر څه سمېږي.

خو يادو دواړو پوليسو ويل چې له ستونزو او ناخوالو سره مبارزه کوي او يوه ورځ به دا ټولې ستونزې هوارې شي.

دغه راز په تالقانو کې د ښځو د حقونو فعالې شیما سروش پژواک ته وويل چې حکومت باید ښځینه پولیسو ته له نارینه وو ډېر امتیازات ورکړي؛ ځکه چې له ډېرو ستونزو سره سره ښځې په امنيتې برخو کې دندې ترسره کوي.

دې وويل چې ښځینه پولیسو سره توپیري چلند کېږي او په ډېرو مواردو کې یې له حقونو سترګې پټېږي.

هغې په دې برخه کې نور جزئيات ورنکړل.

سروش زیاتوي: "لا هم په ډېرو ولسوالیو کې ښځینه پولیسې نه لرو، تالقانو کې لږ شمېر ښځينه پوليسې شته دي، حکومت بايد ښځې وهڅوي څو په  پوليسو کې دنده واخلي او ښه امتيازات هم بايد ښځو ته ورکړي. "

د اړوندې موضوع په اړه د تخار د امنيې قوماندانۍ د ښځینه پولیسو مشرې نظیفې فرحت هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت تر څنګ په ټول افغانستان کې ښځينه پوليسو له ستونزو سره مخ دي.

دې هم د ښځينه پوليسو د ستونزو په برخه کې ټولنيزو محدويتونو او امنيتې ګواښونو ته اشاره وکړه.

خو هغې وويل: "پنځه کاله مخې دغه ستونزې ډېرې وې، خو اوس لږ کم شوې دي، موږ اوسمهال په تخار کې ٤٦  افسرانې، ساتنمنې او سرتېرې لرو. "

د هغې د معلوماتو له مخې، دا مهال پر مرکز تالقانو سربيره په فرخار، کلفګان، بهارک او نمک اب ولسواليو کې يوه ساتنمنه او دوه پوليس سرتېري لري.

خو فرحت وايي، دوی پلان لري چې د ښځينه پوليسو لړۍ نورو ولسواليو ته هم وغځوي.

دی پر ديني عالمانو، ښوونکو، د مدنې ټولنو پر غړو او پر حکومتي چارواکو غږ وکړ چې د ښځينه پوليسو پر وړاندې د ستونزو په کمولو کې خپل رول ترسره کړي.

د هغې په وينا، ښځينه پوليسې په مرکز تالقانو او ولسواليو کې د تورنو ښځو په نيولو د هغوې په ليږدلو او تالاشۍ په برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

دا يواځې تخار نه دى چې ښځينه پوليسې په کې له امنيتي ګواښونو او ټولنيزو ستونزو سره مخ دي، د افغانستان په نورو ولايتونو هم ښځينه پولېسې له ورته ستونزو سره مخ دي خو حکومتې چارواکو تل د دې ستونزې د حل په برخه کې یوازې ژمنې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه